• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: طالبان داعش نه دي، د افغانستان د واقعیت برخه ده

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۱ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبان داعش نه، بلکې د افغانستان د واقعیت یوه برخه ده. حسین امیرعبداللهیان وویل: نن سبا طالبان په افغانستان کې د داعش په خلاف جنګیږی. په همدې حال کې، هغه ټینګار وکړ چې دا په دې معنا نه ده چې دا ډله باید یو ټول ګډونه حکومت جوړ نه کړي.

ښاغلي عبداللهیان د شنبې په ورځ په تهران پوهنتون کې بیا په افغانستان کې د داسې ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ، چې ټول افغان قومونه پکې برخه ولري.

د هغه په خبره، طالبانو د ټولګډونه حکومت ژمنه کړې او ویلي دي چې په دې لور به حرکت وکړي.

پر ایران سربېره نور ګاونډیانو او نړیواله ټولنه هم له طالبانو غواړي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

پرون د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هم وویل، چې امریکا طالبانو ته د ټولګډونه حکومت د جوړېدو لپاره نوملړ سپارلی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي حکمتیار خبرې له حقیقت لرې وبللې او زیاته یې کړه چې دوی نه له چا سره د ټول ګډون حکومت ژمنه کړې او نه په دې برخه کې امریکا لېسټ ور سپارلی دی.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی
۱

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۳

د امنیت او پرمختیا انسټیټیوټ: افغانستان د منځنۍ اسیا په سیمه‌ییزو محاسبو کې مهم پاتې شوی

۴

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۵

د بشري حقونو فعالان: په افغانستان کې ښځې او مذهبي لږکۍ له پراخو محدودیتونو سره مخ دي