• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یو شمېر لاریونوالو د منظور پښتین د خلاصون غوښتنه وکړه

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۶ GMT+۰

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یو شمېر لاریونوالو د پښتو ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیونه غندلې او دا یې د سوله ییزو تحرکاتو پر وړاندې د پاکستاني پوځ خشن چلند یاد کړی دی. دوی پر نړۍوالو بشري بنسټونو غږ کړی، چې د منظور پښتین د خلاصون په موخه دې د پاکستان پر پوځ فشار راولي.

د کلیفورنیا ایالت په سکرمېنټو ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د شنبې په ورځ ناوخته د پاکستان د پوځ پر خلاف لاریون وکړ او ویې ویل چې د پاکستان پوځ هڅه کوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ ټپ کړي.

د دغه لاریون یو ګډونوال بهیر غېرت افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې منظور پښتین د غوڅ خاموش او ځپل شوي اکثریت استازی دی او تل یې د پښتنو د حقونو غږ پورته کړی.

نوموړی وايي، چې د پاکستان پوځ له هغه وخته چې د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځته شوی، په یوه او بله بهانه هڅه کوي چې د دوی غږ خاموش کړي.

له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نور باچا د منظور پښتین له ټولنیزو پاڼو څخه یو ویډیویي پیغام خپور کړی او په دغه پیغام کې يې ویلي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) یې د امریکا د سپینې ماڼۍ مخې ته د پاکستان حکومت له لوري د منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون کې لاریون کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په چمن کې د پولیسو له لوري تر نیول کېدو څو ورځې وروسته د پنج شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د پولیسو له لوري د اسلام اباد ترهګرۍ ضد محکمي ته وسپارل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د اسلام اباد پولیسو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین په داسې حال کې محکمې ته وړاندي شو، چې په لاسونو کې یې هتکړۍ او پر سر یې توره کڅوړه اغوستل شوې وه.

د پاکستان د بلوچستان ایالت پولیسو درې ورځې وړاندې ښاغلی پښتین ونیو او د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د پنجشبې په ورځ د اسلام پولیسو ته امر وکړ، چې منظور پښتین د ۷ ورځو لپاره په زندان کې وساتي.

د منظور پښتین وکیل د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د دغې پرېکړې مخالفت کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور احمد پښتین شپږ ورځې وړاندې د چمن د پولیسو له لوري هغه مهال ونیول شو، چې له چمن پرلت څخه د بلوچستان د تربت په سیمه کې د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون لپاره دې سیمې ته روان و.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي

۵

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري