نواز شریف له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۹

د پاکستان پخواني لومړي وزیر د افغانستان، هند او ایران په ګډون له ګاونډیانو سره د خپل هېواد د اړیکو پر ښه والي ټینګار وکړ او ویې ویل، د پاکستان نړیوال شهرت له ګاونډیانو سره په دوستانه اړیکو پورې تړلی.

نواز شریف زیاته کړه، له ګاونډیو سره د اړیکو ښه کول د ده د ګوند په اجنډا کې دي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر دغه څرګندونې د شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۸ مه) په لاهور کې د خپل ګوند د پارلماني پلاوي په شپږمه غونډه کې وکړې.

د دغه رپوټ له مخې نوازشريف وويل: که د يو هېواد ګاونډيان ترې خپه وي، نو تمه نه کېږي چې په نړيوال ډګر کې دې ورته جدي پام وشي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر هم له چین سره د دغه هېواد د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

له بلې خوا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د پاکستان اړیکې د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د دغې ډلې تر واک ته رسیدو وروسته له ډیرو کړکیچونو سره مخ شوې.

پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته پناه وړې ده او هلته یې روزنه ترلاسه کوي او د پاکستان په خاوره کې ترهګریز بریدونه کوي.

په وروستیو کې پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

له بلې خوا د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پریکړې د کابل او اسلام اباد اړیکې نورې هم ترینګلې کړي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ