• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تمنا پرياني: هغه وخت خپل اعتراض دروم چې په افغانستان کې جنسيتي توپیر په رسمیت وپېژندل شي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۶ GMT+۰

د ښځو حقونو فعالې تمنا زریاب پریاني د جرمني په بن ښار کې د ۲۰۲۳ کال وروستۍ احتجاجي خیمه ودروله. اغلې پریاني وويل، هغې د ۲۰۲۳ کال د اګست له ۱۲مې د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې د جنسيتي توپير د پېژندلو لپاره خپل اعتراضونه پيل کړي و.

نوموړې وايي، تر هغه به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي، چې جنسيتي توپير په رسميت نه وي پيژندل شوی.

تر دې مخکې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بورل د بروکسل په یوه غونډه کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د «جنسيتي توپیر» او د طالبانو جوړښت «ویروونکې دیکتاتوري» بللې وه.

د ښاغلي بورل په خبره، په افغانستان کې توپیري چلند د رنګ په اساس نه، بلکې د "جنسیت" پر بنسټ ولاړ دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته طالبانو پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه ولګول. دا مهال نجونې له خپلو لومړنیو اساسي حقونو هم بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د هر ډول اعتراضونو مخه نیولې ده او د ښځو حقونو يو شمېر فعالان د طالبانو په بندخونو کې دي.

د ښځو حقونو لږ تر لږه څلور فعالانې (ژولیا پارسي، ندا پرواني، منیژه صدیقي او پریسا آزاده) اوسمهال د طالبانو په تورو بندخونو کې دي او د هغوی برخلیک لا هم نه دی روښانه.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د راپورونو له مخې، پر دغو څلورو ښځو سربېره د ښځو حقونو یو شمېر نورې فعالانې او د روزنیزو چارو مسوولان د طالبانو په بندخونو کې دي.

طالبان د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه په پراخه سرغړونو تورن دي.

د خپلواکو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، طالبانو د ښځو ټول حقونه تر پښو لاندې کړي؛ ان معترضې ښځې تر نيولو وروسته شکنجه کوي او کورنۍ یې هم ګواښي.

خو طالبانو تل دغه ادعاوې بې بنسټه او تور بللې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د ایران بهرنیو چارو پر وزیر د نبیل توند برید؛ رحمت الله نبیل وايي "طالب او آخوند یو دي"

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۰ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د شنبې په ورځ د ایران بهرنیو چارو د وزیر د خبرو په اړه چې وايي طالبان دې د «افغانستان د واقعیت» په توګه ومنل شي، په اړه په توند غبرګون کې وویل چې ایران او طالبان «د یوه فکر لرونکي دي».

هغه په ​​​​اېکس پاڼه د طنز په ډول لیکلي: «مرغان هغه سره کیني چې بڼې يو رنګ وي.»

د شنبې په ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې له نورو ډلو سره واک شریک کړي. په ورته وخت کې هغه له نورو ډلو وغوښتل چې طالبان د افغانستان د «واقعیت» په توګه ومني.

100%

د نوموړي داسې غوښتنه د یو شمېر افغان سیاستوالو له توند غبرګون سره مخ شوې.

رحمت الله نبیل په خپل ایکس پاڼه لیکلي: «د ښاغلي عبداللهیان دا خبرې ته د پښتو متل وايم چې مرغان هغه سره کیني چې بڼې یې یو رنګ وي.»

ایران هڅه کړې چې له طالبانو سره ښې اړیکې ولري. ښاغلی نبیل وايي چې دا ښې اړیکې د دوی د يو ډول والي ښکاره نښه ده.

هغه په ​​طنزیه ژبه لیکلي: «له همفکره ملا او طالب څخه نو تر دې لوړه تمه نه شي کیدای!»

نصیر احمد فایق: په قانوني ډول د افغانانو ژوند، آزادي، شخصي امنیت او محرمیت خوندي نه دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۸ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت وایي چې د طالبانو له خوا د افغانانو د مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه په ښکاره توګه تر پښو لاندې شوي.

ښاغلي فایق نن یکشنبې (د لیندۍ ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۷۵ مه کلیزه په داسې حال کې نمانځل کیږي چې له تیرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې ښځې د زده کړو او د کار کولو له حق څخه بې برخې دي.

د نوموړي په خبره، اوسمهال د افغانانو د ژوند، آزادۍ، شخصي امنیت او محرمیت په قانوني ډول خوندي نه دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په ځلونو ویلي دي چې د طالبانو «ډیکټاتوري او استبدادي سیاست افغانستان له نړیوالې انزوا سره مخامخ کړی،» او افغانان یې له اقتصادي او بشري ناورین سره مخامخ کړي دي.

د ډسمبر لسمه چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د تصویب له ٧٥مې کالیزې سره برابره ده، د افغانستان ډیپلوماتیکو استازولیو د طالبانو لخوا د افغانانو د بشري حقونو په سرغړونې نیوکه وکړه او وایي چې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانانو د خپلو اساسي حقونو د نقض د نوي ریکارډ شاهدان دي.

د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د تصویب ٧٥ کلیزه او له بشري حقونو د طالبانو په سرغړونو نیوکې

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۶ GMT+۰

د ډسمبر لسمه چې د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د تصویب له ٧٥مې کلیزې سره برابره ده، د افغانستان ډیپلوماتیکو استازولیو د طالبانو لخوا د افغانانو د بشري حقونو په سرغړونو نیوکې وکړې.

د دوی په وینا، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانانو د خپلو بنسټیزو حقونو د نقض د نوي ریکارډ شاهدان دي.

د افغانستان پخواني حکومت د ډیپلوماټیکو او قونسلګریو د همغږۍ شورا په یوه بیان کې د «آزادۍ او عدالت لپاره د افغانانو له اوسنۍ مبارزې» سره خپل پیوستون اعلان کړ.

په دغه بیان کې ویل شوي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او له کار او زده‌کړو څخه د هغوی منع کول په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت ښودنه کوي.

د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو په وینا، د افغانانو د حقونو تر پښو لاندې کولو بهیر نه یوازې افغانستان، بلکې د بشري حقونو د نړیوال سیسټم پر بنسټیزو اصولو هم اغېز کوي.

دوی د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو خپلواکه ارزونه هم اړینه وبلله.

په بیانیه کې راغلي: «له دوو کلونو وروسته، اړينه ده چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د مخ پر خرابېدونکي وضعيت او په ځانګړې توګه د ښځو د حالت د حل لپاره اړين ګامونه پورته کړي.»

د تېر حکومت د ډیپلوماټیکو استازولیو له طالبانو هم غوښتي چې د ښځو د زده‌کړې، کار او ونډې په اړه دې "ظالمانه" سیاستونه بدل کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د ښځو په اړه د طالبانو سخت قوانین چې په هغو کې د ثانوي او لوړو زده کړو منع کول او د ښځو د کار او ازادۍ محدودول دي، د دوی ترمنځ د ځان وژنې او د ځان وژنې د هڅو د زیاتوالي لامل شوي دي.

د افغانستان د ډیپلوماتیکو استازولیو په خبره، «جنسيتي توپیر» له ټولنې څخه ښځې بې برخې کوي او د سوکالۍ او سولې په برخه کې د افغانستان امکانات کمزوري کوي.

طالبان په تېرو دوو کلونو کې د ګڼو فرمانونو په صادرولو سره د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په سرغړونې او یا محدودولو تورن دي.

د افغانانو د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو پر کړنو د نړیوالو له پراخو نیوکو سره سره، دغې ډلې د خپلو «ظالمانه» سیاستونو له پلي کولو لاس نه دی اخیستی.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ښځو د حقونو د سرغړونې پر ضد د ښځو اعتراضونه ځپلي او مخنیوی یې کړی دی.

ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په لسمه په پاریس کې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړه.

د یادولو ده چې تر هغه وروسته دا ورځ هر کال د «بشري حقونو د نړیوالې ورځې» په نوم نمانځل کیږي.

افغان کډوالې: له پاکستانه تر اېستلو وروسته مو ژوند له ګواښ سره مخ کیږي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۴ GMT+۰

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پاکستان کې مېشتې یو شمېر هغه مېرمنې چې په کور کې نارینه نه لري او په افغانستان کې د ښځو په کار کولو هم بندیزونه دي، له دغه هیواده د اېستلو د ګواښ له امله اندېښمنې دي.

لسګونه خبریالانې، د مدني ټولنې غړي او دولتي کارکونکې په کور کې د نارینه د نه شتون له امله پاکستان او ځینو نورو هیوادونو ته د طالبانو حکومت د بنديزونو او امنیتي ستونزو له امله کډوالې شوې دي.

پخوانۍ خبریاله او د تخنیکي تعلیماتو د ادارې کارکونکې فریده سوما چې له شاوخوا یو کال راهیسې په پاکستان کې یوازې اوسیږي، له دغه هیواده د کډوالو اېستلو د بهیر له پیلیدو وروسته تر سخت رواني فشار لاندې ده.

نوموړې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وایي، د جمهوریت پر مهال یې په کابل کې له خپلې مور سره ژوند کاوه خو د طالبانو له واکمنیدو یو کال وروسته یې مور مړه شوه او دا یوازې پاتې شوه.

میرمن سوما وایي: «د مور له مړینې مې وروسته د طالبانو په دومره سختو بندیزونو سره ژوند ډیر سخت شوی و، ځکه له یوې خوا مې دنده له لاسه ورکړه، له بلې خوا یوازې وم او په کوم کور کې چې اوسیدم شاوخوا ته مو طالبان له خپلو کورنیو سره راکډه شوي و او دا چې زمونږ کور کې نارینه هم نه و، نو مجبوره شوم چې پاکستان ته راشم.»

د میرمن سوما په خبره، د خپلې ویزې د مودې له پایته رسیدو سره یې په پیښور کې د (یو اين ایچ سي ار) په دفتر کې ځان ثبت کړی، خو تر اوسه پورې یې برخلیک نه دی روښانه.

د فریدې سوما په شان لسګونه نورې میرمنې هم شته چې د کډوالۍ د ټولو ستونزو سره سره له پاکستانه په جبري توګه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

‏د لوګر ولایتي شورا پخوانۍ غړې نفیسه هجران چې له دوو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوې وایي چې، د وزګارۍ، ناسم اقتصادي وضعیت او د بې برخلیکه حالت له امله تر سختو فشارونو لاندې ده.

نوموړې وایي: «اوسمهال داسې یوه وضعیت کې یو چې نه افغانستان ته ستنېدلی شو او نه هم نورو هیوادونو ته د تګ چانس برابر شوی دی.»

په پاکستان کې مېشتې افغان کډوالې له یو شمیر هیوادونو غواړي چې د دوی د پناه غوښتنې د قضیو کاري پړاوونه چټک کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته طالبانو پر افغان ښځو او نجونو ډېر بندیزونه ولګول، چې تر ټولو مهم یې پر کار او زده‌کړو بنديزونه دي.

د دغو بندیزونو په زیاتیدو سره یو شمېر هغه میرمنې چې د خپلې کورنۍ ډوډۍ ګټونکې وې له افغانستانه وتلو ته اړې شوې.

د پاکستان حکومت بهرنیو کډوالو ته د وتلو له اعلان وروسته د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړی او تر دې دمه يې کابو څلورنیم لکه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ژمي په رارسېدو سره په جبري توګه له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د اېستلو پرېکړه چې زرګونه کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي، له ډیرو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره هم مخ شوې خو د پاکستان حکومت دریځ يې نه دی بدل کړی.

د یادونې ده، چې ځینې نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له پاکستانه غوښتي، هغه کډوال له دې هیواده و نه باسي چې افغانستان ته یې په ستنېدو سره ژوند له ګواښ سره مخامخ کیږي.

د فوربس مجلې اغېزناکه څېره: انلاین زده‌کړې افغان نجونې د کور له څلورو دیوالو بهر نه راباسي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۸ GMT+۰

یوه افغانه متشبثه سارا واحدي وایي، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره انلاین زده‌کړې کافي نه دي او «مبارزه باید د جنسیتي توپیر په له منځه وړلو متمرکزه وي.» هغه وايي، ښځو ته د انلاين زده‌کړو له بشپړولو وروسته د کار اجازه نه ورکول کېږي او «د کور په څلورو ديوالونو کې اېسارې پاتې کیږي.»

اغلې واحدي د شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې طالبان انلاین زده‌کړو ته اندېښنه نه کوي ځکه چې دا په ټولنه کې د ښځو برخه اخیستنه کې مرسته نه کوي، ښځې او نجونې به «له ټولنیز ډګره ورکې شي.»

د احتساب پلیټ فارم بنسټ ایښودونکې وویل: «افغان ښځې او نجونې په کلکه د حضوري زده‌کړو غوښتونکي دي او دوی له نړۍ څخه غواړي چې د دوی د غوښتنو لپاره د عدالت غوښتنه وکړي.»

سارا واحدي د ۲۰۲۰ په دوبي کې د احتساب اپلیکېشن رامنځته کړ، فوربس مجلې لیکلي چې کاروونکي يې کولی شي د ډزو، سړکونو خنډونو، چاودنو او نور امنیتي ګواښونه وڅیړي.له همدې امله، سارا واحدي د فوربس مجلې له ۳۰ کلنو د کم عمر له ۳۰ اغیزمنو ځوانو شخصیتونو څخه وګڼل شوه.

سارا واحدي وویل چې د ټیکنالوژۍ د متشبثې په توګه له هغې څخه وغوښتل شول چې د ښځو او نجونو لپاره د انلاین زده‌کړې پلیټ فارم رامینځته کړي. نوموړې ویلي چې، «دا باید د ښځو د زده‌کړو لپاره وروستۍ حربه وي.»

هغې لیکلي: «ډیر پټ ښوونځي فعالیت کوي، نو په دې سره په ټول هیواد کې ۱۴ میلیونه ښځې او نجونې شته او طالبان ورځ په ورځ د انلاین فعالیتونو په څارنه کې مهارت پیدا کوي.»

طالبانو له شپږم ټولګي وروسته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. اوس مهال ښځې له ډېرو بندیزونو سره یوازې د پوهنې او روغتیا په برخو کې کار کولای شي.