• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې د پوتین او ټرمپ د ناستې له ځنډېدو وروسته د اتومي وسلو تمرینونه وکړل

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۱

د روسیې او امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرانو د دویمې ناستې د ځنډېدو له اعلان یوه ورځ وروسته، روسیې اعلان وکړ چې د اتومې وسلو یو ستر پوځي تمرین یې ترسره کړی. ولادیمیر پوتین د چارشنبې په ورځ د روسیې د اټومي ځواکونو د تیاري ازموینه له نږدې څارلې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، کرملین یوه ویډیو خپره کړې چې د روسیې د پوځ لوی درستیز جنرال والېري ګېراسیموف پکې ولسمشر پوتین ته د تمرینونو راپور ورکوي.

په تمرینونو کې د ځمکه پر ځمکه بالستیک توغندیو د ازمویښتي توغولو تمرین هم شامل و، چې د امریکا د هدف ګرځولو وړتیا لري.

کرملین ویلي، د تمرین هدف دا و چې د قوماندې د چمتووالي او د ځواکونو د کنټرول مهارتونه وازمویل شي او ټول هدفونه بریالي ترسره شول.

پوتین او ټرمپ تېره اونۍ خبرې کړې وې او موافقه یې کړې وه چې په هنګري کې به سره کښیني، چې د کرملین په وینا، دا به د څو اونیو په موده کې ترسره شي. خو د دوشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ له ټیلیفوني خبرو وروسته، سپینې ماڼۍ وویل چې ټرمپ نږدې راتلونکې کې له پوتین سره د لیدو پلان نه لري.

ټرمپ ویلي: «زه نه غواړم بې‌پایلې ناسته ولرم.»

د روسیې چارواکو بیا وویل چې د ناستې د چمتووالي چارې لا روانې دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پيسکوف وویل: «نېټه لا نه ده ټاکل شوې، خو جدي تیاری ته اړتیا ده او دا وخت نیسي.»

د ځنډ دلیل دا ګڼل شوی چې روسیې امریکا ته د سولې د موافقې خپل پخواني شرطونه یاد کړي، چې پکې غوښتل شوي اوکراین دې د دونباس ټولې ختیځې او سوېل‌ختیځې سیمې پرېږدي. دا خبره د ټرمپ د هغې څرګندونې خلاف ده چې ویلي وو دواړه لوري دې پر اوسنیو کرښو ودریږي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د سعودي په مشرۍ ګډو سمندري ځواکونو په عربي سمندر کې د یو میلیارډ ډالرو نشه‌يي توکي نیولي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د سعودي عربستان په مشرۍ ګډو سمندري ځواکونو په عربي سمندر کې د نږدې یو میلیارډ ډالرو په ارزښت ناقانونه نشه يي توکي نیولي دي. په نیول شویو توکو کې ۲ټنه او ۳۵۰ کیلوګرامه کرسټال مېټ او ۵۰ کیلوګرامه کوکاین شامل دي.

د ګډو سمندري ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان سمندري ځواکونو یوه بېړۍ «یرموک» چې د سعودي په مشرۍ د ګډو سمندري ځواکونو د مستقیم ملاتړ لاندې کار کوي، د المسمک په نوم عملیاتو په ترڅ کې دا نشه یي توکي نیولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یرموک بېړۍ په عربي سمندر کې یوه بې نښانه بېړۍ چې د «اتومات پېژندنې سیسټم» یې فعال نه و او نه یې هم کوم ملي هویت څرګند و، ودروله او د پلټنو پر مهال یې له دوه ټنو څخه زیات کرسټال مېټ چې ټولټال ارزښت یې ۸۲۲ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالره اټل شوی وموندل.

له دې پېښې څخه ۴۸ ساعتونه وروسته یوه بله بېړۍ هم د یرموک له خوا ودرول شوه او د پلټنو پر مهال د شاوخوا ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ترې ۳۵۰ کیلوګرامه کرسټال مېټ او د نږدې ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کوکاین ترلاسه شول.

ویل کېږي، چې له نیول کېدو وروسته ټول نشه يي توکي د ازموینې لپاره بېړۍ ته لېږدول شوي او وروسته له تایید څخه له منځه وړل شوي دي.

د سعودي سمندري ځواکونو قوماندان او د «سي ټي اېف – ۱۵۰» مشر کمډور فهد الجویاد وویل: «دا زمونږ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.»

د یادولو وړ ده، چې د «المسمک» عملیات د اکټوبر پر ۱۶مه پیل شول، چې موخه یې د سیمه‌ییز امنیت، سمندري خوندیتوب او د ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي لپاره د څو هېوادونو ګډه همکاري وه. په دې عملیاتو کې د سعودي تر مشرۍ لاندې د پاکستان، فرانسې، اسپانیا او امریکا سمندري ځواکونه ګډون لري.

د«سي ټي اېف – ۱۵۰» اساسي دنده دا ده، چې د هند د سمندر، عربي سمندر او عمان خلیج په اوبو کې د غېر دولتي ډلو له‌خوا د وسلو، نشه‌يي توکو او نورو ناقانونه توکو د لېږد مخه ونیسي.

ملګري ملتونه: په غزه کې له نازک اوربند سره هم‌مهاله ډېرو مرستو ته اړتیا ده

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د سیمه‌ییزو اړیکو مشرې عبیر عتیفې د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) وویل، تر اوسه یې نږدې ۷ زره ټُنه خوراکي توکي غزې ته رسولي، خو لا هم ډېرو مرستو ته اړتیا ده.

عبیر عتیفې په جینوا کې خبریالانو ته وویل، په غزه کې د بې وزلو د لاسنیوي لپاره د اکټوبر له ۱۱مې یعنې د اسراییل او حماس تر منځ له نازک اوربند راهیسې غزې ته ۶ زره او ۷۰۰ټُنه خوراکي توکي رسول شوي او په وینا یې دا په یاده سیمه کې د فلسطینیانو لپاره یوازې د دوو اوونیو لپاره بسیا دي.

د نوموړې په وینا، دمګړی په ورځني ډول شاوخوا ۷۵۰ټُنه خوراکي توکي غزې ته لېږدول کېږي، خو زیاتوي، چې دغه شمېر باید په ورځ کې ۲ زره ټُنو ته ورسېږي.

عتیفې زیاته کړه، اوسمهال یوازې دوه بندري لارې پرانېستل شوي که ټولې بندري لارې خلاصې نه‌شي، نو په سمه توګه به په غزه کې فلسطینیانو ته خوراکي توکي ونه رسول شي او په وینا یې د غزې شمال کې چې د روان کال په اګسټ کې لوږه اعلان شوې وه، اوس د خوراکي توکو رسول د خوړو د نړۍوال پروګرام لومړیتوب دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام سیمه ییز مسوولین وايي، له سرحدي سیمو تر غزې ښاره لاره یې پاکه کړې، خو شمال لور ته لارې ډېرې خرابې دي او په وینا یې له غزې ښاره تر شمالي سیمو باید لاره پاکه شي، څو لاره د دې جوګه شي چې د مرستو لوی کاروانونه پرې تګ راتګ وکړي.

مسوولین زیاتوي، دمګړی په غزه کې د خوړو د وېشلو ۲۶ مرکزونه فعال دي او په وینا یې د دغو مرکزونو شمېر باید نږدې ۱۵۰ ته ورسېږي، څو په اسانه توګه دوی خپلې چارې مخته یوسي او فلسطیني ولس هم په بېړه مرستې ترلاسه کړي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام د سیمه ییزو اړیکو مشره عبیر عتیفه وايي، په غزه کې خوراکي توکي ډېر کم دي او بیې یې بیخې ډېرې لوړې دي او هغه په غزه کې له ښکېلو خواو غواړي چې دغه ښار ته باید سوداګریزې توکي هم پرېښودل شي، ځکه په وینا یې د دوی مرستې یوازې له شدیدې خوار ځواکۍ مخنیوی کوي.

له دې سره سم، په غزه کې یوه بله لویه ننګونه له جګړو پاتې ناچاودي مهمات دي. په غزه کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې مشر لوک اېرونګ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې په یوې خبري غونډه کې په ډاګه کړه، چې د اوربند له پیله تر اوسه لږ تر لږه د یادو ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله ۳۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وینا، که په غزه کې د ماین پاکونې لپاره ژر تر ژره امکانات برابر نه‌شي نو ښايي یاد ناچاودي مهمات د ډېرو نورو غزه مېشو ژوند واخلي.

د یادونې وړ ده، چې، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې څه باندې ۶۸ زره فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۱۷۰ زره نور ټپيان شوي دي.

نتنیاهو: د ایران د اټومي ګواښ مهارول زما لپاره د کال تر ټولو ستره ډالۍ ده

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۳ GMT+۱

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د خپلې ۷۶مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې د ده د سږ کال تر ټولو ستره ډالۍ د ایران د اټومي ګواښ مهارول دي، خو ټینګار یې کړی چې لا هم «ځینې نیمګړي کارونه» د ده د حکومت په اجنډا کې پاتې دي.

نتنیاهو د سه‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) ۷۶کلن شو، هغه د خپلې کلیزې په ورځ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «هغه څه چې زه یې د ځان لپاره خوښوم، دا هماغه څه دي چې د خپل هېواد لپاره یې غواړم.»

نوموړي زیاته کړه: «سږ کال موږ یوه لویه ډالۍ ترلاسه کړه. زه څلوېښت کاله کېږي چې د ایران له لوري د اټومي ګواښ د مهارولو په اړه خبرې کوم او سږ کال موږ په ایران او سیمه کې یوه ستره لاسته‌راوړنه درلوده. سترې بریاوې مو ترلاسه کړې، خو لا هم یو شمېر کارونه ناتمام پاتې دي.»

د اسراییل لومړي وزیر وویل، چې د خپل هېواد لپاره یې اصلي هیله «قدرت، امنیت او سوله» ده.

بنیامین نتنیاهو دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د ده حکومت د ایران د اټومي پروګرام، د حماس له ډلې سره د جګړې او د کورنیو سیاسي ستونزو له امله له پراخو ننګونو سره مخ دی.

سي‌اېن‌اېن: د ټرمپ او پوتين د ناستې لپاره په نږدې راتلونکي کې کوم پلان نه شته

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۱

امریکایي رسنۍ «سي‌اېن‌اېن» د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه هیلې چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به ژر وګوري، له خنډ سره مخ شوې دي.

د ټرمپ د ادارې يوه چارواکي سي‌اېن‌اېن ته ويلي، چې «په نږدې راتلونکي کې د دواړو مشرانو د ليدنې هېڅ پلان نه شته.»

تر دې وړاندې ټرمپ ويلي وو، چې د نړۍوالو امنيتي او اقتصادي مسايلو د بحث لپاره غواړي له پوتين سره مخامخ ناسته وکړي، خو د راپور له مخې، دا هڅې د سياسي او ډيپلوماتيکو محدوديتونو له امله وځنډېدې.

څو ورځې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې سرګي لاوروف له خپل امریکایي سیال مارکو روبیو سره د ټلیفوني اړیکې له لارې خبرې کړې دي.

یاد وزارت زیاتوي، د لاوروف او روبیو خبرې د پوتین او ټرمپ د موافقې پر عملي کېدو متمرکزې وې.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دواړو لوریو د هغو مشخصو ګامونو پر عملي کولو خبرې وکړې، چې د دواړو ولسمشرانو تر منځ په وروستۍ اړیکه کې پرې هوکړه شوې وه.

برېتانیا د سوریې د «تحریر الشام» ډلې نوم د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړ

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۶ GMT+۱

د بریتانیا حکومت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سوریې «تحریر الشام» ډله یې د ترهګرو سازمانونو له نوملړه لرې کړې ده. دې ډلې د هغه وسله‌وال اتحاد مشري کړې وه چې د سوریې پخوانی ولسمشر بشار الاسد یې له واکه لرې کړ.

تحریر الشام، چې د القاعدې پخوانۍ ملګرې ډله وه، په ۲۰۱۷ کال کې په رسمي ډول ترهګره وپیژندل شوه.

دا په دې معنا وه چې د بریتانیا قوانین د دې ډلې ملاتړ یا ورسره یوځای کېدل غیرقانوني ګڼي.

د بریتانیا حکومت د تېر کال په ډسمبر میاشت کې ویلي و چې دوی په تور نوملړ کې د دې ډلې شته والی بیا ارزولی شي.

بریتانیا له نورو هېوادونو سره یو ځای د اسد د استبدادي حکومت د پای ته رسېدو هرکلی کړی و، چې دا د منځني ختیځ په تاریخ کې د یو مهم بدلون نښه وه او له اوږدې کورنۍ جګړې وروسته رامنځته شوه.

د بریتانیا حکومت ویلي، چې له تور نوملړه د تحریر الشام نوم لرې کول به د سوریې نوي حکومت سره د نږدې اړیکو جوړولو امکان برابر کړي.