پاکستان: د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ به روانه ساتو

پاکستاني چارواکي وايي، د نومبر له پیله د ډسمبر تر یوولسمې نېټې یې ټولټال ۴ لکه ۳۴ زره ۸۴۲ تنه بې اسناده افغانان له پاکستانه اېستي دي. تر دې وړاندې ځینو پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې د نومبر له پیله له دغه هېواده ۴ لکه ۸۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.