طالبان: له زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي

د سپین بولدک او تورخم له لارې د (لېندۍ په ۲۱مه) ۱۲۰۰ افغان کډوال په جبري توګه او په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شوي دي.

د سپین بولدک او تورخم له لارې د (لېندۍ په ۲۱مه) ۱۲۰۰ افغان کډوال په جبري توګه او په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د کندهار ولایت سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۱۰۹ کورنۍ چې ټولټال ۶۶۲ تنه کېږي په جبري توګه افغانستان ته را ستانه شوي دي او له پېژندلو وروسته د خوړو نړيوال سازمان، د کډوالۍ نړېوال سازمان او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ور پیژندلي او له هرې کورنۍ سره یې ۱۰ زره افغانۍ مرسته کړې ده.
له بلې خوا د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو پر بنسټ، ۱۰۸ کورنۍ چې ټولټال ۵۳۸ تنه وو چې په جبري توګه را ستانه کړای شوي او دمرستو ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
له دغو دواړو لارو يو شمېر کډوال په خپله خوښه هم را ستانه شوي چې شمېر يې نه دی ښودل شوی.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پر مرکز د برید په اړه په افغانستان د پاکستان د چارواکو د تورونو په غبرګون کې ویلي، برید له افغانستان سره تړاو نه لري او د داسې بریدونو مخنیوي باید په خپله پاکستان کې وشي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان له لوري د خیبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز د شوي برید په اړه د پاکستاني چارواکو ادعادې ردوي او وايي یاد برید له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزیون د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۲مه) د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړی، مجاهد په دغه پیغام کې هغه ادعاوي ردوي، چې ګواکې دغه برید له افغانستانه رهبري شوی.
نوموړی وايي: «لومړی خو متاسفه یو چې په پاکستان کې داسې پيښه شوې، دویم دا چې دا برید له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري دا ادعا ډیره بیځایه ده.»
ذبیح الله مجاهد د یاد برید په اړه د پاکستاني چارواکو د تورنو په غبرګون کې ویلي: «دوی دې خپل امنیت ساتلو ته پاملرنه وکړي هره مسله پر بل هیواد تاوانول د مسلې حل لاره نه ده موږ په دې اړه څیړنې کوو.»
د طالبانو ویاند په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز د برید په اړه وايي، «د څیړنو په اړه چې یادونه شوې ده که زموږ سره د څیړنو پایلې شریکې شي موږ حمتآ په دې اړه څیړنې کوو. د داسې بریدونه مخه باید په خپله پاکستان کې ونیول شي.»
د پاکستان په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز تر برید وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست هم احضار کړی .
پاکستان له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د برید عاملان او د پاکستاني طالبانو رهبري دغه هېواد ته وسپاري.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز د برید مسوولیت د پاکستان اسلامې جهاد په نوم وسلوالې ډلې په غاړه اخیستی.
د پاکستان پوځ منلې، چې په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز په موټر بم برید کې ۲۳ تنه سرتیري وژل شوي دي.

د پېښور لوړې محکمې پرېکړه وکړه چې هغو ۱۰۹ تنو افغان کډوالو ته د اوسېدو «پي او سي» کارتونه ورکړل شی چې له پاکستانیو ښځو سره یې ودونه کړي.
د دغو کارتونو لرونکي کسان کولای شی چې د پاکستان په هره برخه کې ځمکې جایدادونه واخلي، پانګونې وکړي، په ادارو کې کار وکړي، بانکي حسابونه پرانیزي او د نورو پاکستاني وکړو په څېر له ټولو امتیازونو برخمن شي، خو یوازې په پوځ او نورو حساسو ادارو کې د کار کولو حق نه لري.
له هغه وروسته چې پاکستان دغلته د بې اسناده کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه، هغو افغانانو چې له پاکستانيو مېرمنو سره یې ودونه کړی وو د پېښور لوړې محکمې ته خپلې عریضې وړاندې کړې او د پي او سي کارتونو غوښتنه یېکوله،اوس د پیښور لوړې محکمې دوی ته د کارتونه د ویشلو لپاره اړونده ادارو ته سپارښتنه کړې چې دغه چارې پر مخ یوسي.
د راولپنډۍ په ښار کې اوسیدونکی محمد نعیم چې له پنځه دېرشو کالو دلته کاروبار لري او د یوې پاکستانۍ مېرمنې سره یې واده کړی د محکمې له دغې پرېکړې خوښ دی، هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «زه له دې کاره سخت خوشاله شوم. ما په تېرو څلویښتو کلو کې دلته ډېر کاروبار وکړ او له کله نه چې د افغان کډوالو د ایستلو مسله پیل شوه سخت خپه وم چې زما د ټول عمر خواري به عبث ولاړه شي د بچیانو برخلیک به مې څنګه کیږي اوس له دغې پرېکړې سخت خوشاله یم چې کولای شم خپل جایدادونه مې هم پخپل نامه کړم او دلته ارامه ژوند پیل کړم.»
په پېښور کې یو شمېر کتونکي وايي چې د ډېرې پخوا زمانې راهیسې په پاکستان کې دا دود و چې هر بهرنی وګړی چې له پاکستانۍ مېرمنې سره واده کوی پرته د محکمو له حکمه باید د دغو امتیازاتو ځینې برخمن شي، خو دغه ستونزه د پاکستان حکومت د افغانستان او هندوستان د وګړو لپاره سخته کړېده. دوی وايي د افغانانو لپاره یې لامل دا و چې په تېرو څلورو لسیزو کې ملیونونه افغانان دلته کډوال شول او په دغه چاره کې اسانتیاوو بیا حکومت ته ستونزې زیاتولې، او د هند سره د پاکستان پخوانۍ تربګنۍ دغه چاره ستونزمنه کړې ده.

د برېتانیا د پوځ لپاره یو افغان ژباړونکی په تېر یو نیم کال کې دوه ځله د برېتانیې له خوا له ردولو وروسته له پاکستانه اېستل شوی دی. برېتانیا اوس وايي چې ژباړونکي ته یې د پناه ورکړې د ردولو پرېکړه ناسمه وه او هغه اوس برتانیا ته د لېږدېدو وړ دی.
د برېتانیې چاپ انډیپنډنټ ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې افغان ژباړونکی وتوانید چې افغانستان ته له اېستلو وروسته بېرته پاکستان ته ستون شي، خو هغه به د خپلې دوسیې د څیړلو لپاره ډیر وخت په دغه هیواد کې پاتې شي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت د هغو افغانانو او نورو کډوالو د اېستلو لړۍ ته دوام ورکړی چې د اوسیدو له اسنادو پرته په دغه هیواد اوسیږي او دغه هيواد بیا بهرنیو هیوادونو ته د هغو افغانانو چې پاکستان کې په تمه دي د نه ایستلو په اړه د لویدیځو هیوادونو غوښتنو ته په پام نه دی کړی.
د څرګندو شواهدو سره، سره چې هغه د برېتانوي پوځ له خوا ګومارل شوی و، د برېتانیې د کډوالو چارو ادارې د ژباړونکي د غوښتنلیک د ردولو لپاره استدلال کړی و چې هغه د کومې برېتانوي دولتي ادارې لخوا نه دی ګومارل شوی.
محکمې ته د وړاندې شويو اسنادو له مخې، د ژباړونکي مېرمن او ماشومان اوس په درېيم هېواد کې خوندي دي، خو له دغه هېواده د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
د ژباړونکي وکیل په خپله دفاع کې وویل چې د دوسیې په څیړلو کې ځنډ او د استوګنې په ورکولو کې پاتې راتلل د دې لامل شوي چې نوموړی له دریم هیواده و ایستل شو او د طالبانو له خطر سره مخ شو.
د برېتانیې د لومړي وزیر ریشي سونک له پرېکړې وروسته چې د دغه هیواد په هوټلونو کې نه شي کولای نور کډوال ځای په ځای کړي په زرګونو افغانان چې برېتانیا ته د لیږدولو وړ دي په پاکستان کې په بې برخلیکه حالت کې پاتې دي.
په پاکستان کې د اوسیدو له معتبرو اسنادو پرته د کډوالو د ډله ییزو اېستلو لپاره له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته، برېتانیا د هغو افغانانو د اېستلو لړۍ چټکه کړې چې له دغه هیواد سره یې همکاري کړې ده.
په اسلام اباد کې د برېتانیا سفارت افغانانو ته "ډاډ لیکونه" ورکړي چې د نیول کېدو پرمهال به يې پاکستاني چارواکو ته وړاندې کوي. خو دا ډاډلیکونه یوازې هغه خلک ترلاسه کولای شي چې په رسمي توګه د برېتانيې حکومت د کډوالۍ لپاره منلي وي.

د افغانستان بامیانو ولايت ته په دې وروستیو کې ستانه شوي کډوال وایي د سړې هوا له امله یې ماشومان په سیخ او برېښ ناروغۍ اخته شوي، خو وايي دلته د دارو درملو کمښت او د متخصصو ډاکټرانو نشتوالي له سختو کړاوونو سره مخامخ کړي دي.
دغه تازه ستانه شوي کډوال چې له ایران او پاکستانه په دې وروستیو کې ستانه شوي وايي د ژمي په رارسېدو سره په دغه ولایت کې موسمي ناروغۍ د پام وړ ډېرې شوې دي، دوی وايي چې دمګړۍ په بامیانو کې هوا ډېره سړه شوې او خلک د خونو د تودولو له پاره هم څه په واک کې نه لري.
دوی وايي تر اوسه پورې چې کومې مرستې یې له نړیوالو ټولنو ترلاسه کړې، دوی ته بسنه نه کوي، په تېره بیا د خونو د تودولو له پاره هیڅ ډول امکانات په واک کې نه لري.
عوض علي چې د پاکستان له کراچۍ څخه تازه د بامیانو مرکز د «زرګران» سیمې ته ستون شوی د ټیلیفون په لیکه یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «کله چې تازه هېواد ته ستانه شو، خوشاله وو، په لومړیو شپو ورځو کې د خپلو خپلوانو کره اوسیدو، هر چا را ته میلمستیاوې کولې، له هغې وروسته چې خپلې ورانې ویجاړې کوډلې ته راستانه شو، دلته مو دروازه او کړکۍ نه شته او نه هم داسې نور څه لرو چې د ځان او د خپلو بچیانو د تودولو غم برې وخورو.»
عوض علي وايي: «دوه لوڼې او درې زامن مې ټول په سینه او بغل یا سیخ و برېښ ناروغۍ اخته شوي، روغتون ته یې چې بیایم هلته کافي دارو درمل نه شته چې موږ ته یې راکړي، هک حیران یو چې څه وکړو هیڅ اسره بله نه لرو.»
دغه راز، د بامیان بل اوسېدونکي غلام عباس وویل چې د ژمي موسم کې ډېری ماشومان او ښځې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي او که ډېره پاملرنه ورته و نه شي، ښایي ډېر خلک په تیره بیا ماشومان او د پاخه عمر لرونکي کسان به ومري.
موږ ډېره هڅه وکړه چې د ځايي روغتون له مشرانو سره د خلکو پر ستونزو، د ډاکټرانو او دارو درملو په نشتوالي خبرې وکړو، خو ځايي ډاکټرانو ویل چې دوی د طالب چارواکو له ویرې په دې برخه کې خبرې نه شي کولای.
هېواد ته د ستنو شویو کډوالو ستونزه یوازې د بامیانو په ولایت کې محدوده نه ده پاتې، بلکې د افغانستان هر ولایت ته ستانه شوي کډوال له ورته ستونزو او ورته برخلیک سره مخامخ شوي، دوی وايي نه طالبانو د دوی د ستونزو هواري له پاره ډاډ ورکړی او نه هم نړېوالې ټولنې، که ګاونډیو هېوادونو په دغه سره ژمي کې دوی په زوره له خپلو هېوادونو نه وای شړلي، نو په راتلونکي پسرلي کې به په ارامه او هوسا توګه ستانه شوي وای او پخپل هېواد کې به یې له سره نوی ژوند په ډاډه زړه بیل کړی وای.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو پټنځاینونو په نښه کولو لپاره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو اډې وړاندیز کوي او وايي، په افغانستان کې باید ځانکړي هدفي عملیات تر سره شي.
د پاکستان لنډمهالي حکومت د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۲مه) په دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید ته په اشارې پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، «د بنو ترهګریز برید د پاکستان د ملي امنیت ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې. موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو.»
نوموړي په افغانستان کې د پاکستان له لوري د ځانګړو هدفي عملیاتو، هوايي بریدونو، له افغانستان سره د پولو تړلو، د ټولو افغان کډوالو اېستلو او په اسلام اباد کې د طالبانو پرضد د سیاسي اپوزیسیون د غونډې د جوړیدو وړاندیزونه کړي.
همدارنګه اڅکزی په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو د پټنځایونو په نښه کولو لپاره په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د اډې جوړیدو غوښتنه هم کوي.
جان اڅکزي تر دې وړاندې هم په پاکستان د بریدونو پړه پر افغانستان اچولې او ويلي یې و چې نور د افغان طالبانو دوه ګوني لوبه ورته د زغملو نه ده.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د پاکستان د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید کې ۲۳ پولیس ووژل شول.