د انګور اډې پرلت کونکي: حکومت په ډیورنډ کرښه له ګنډو وړلو پرته نورې غوښتنې راسره مني

په انګور اډه کې پرلت کونکي وايي، ځايي حکومتي مسولانو د خبرو اترو پر مهال ورته ویلي چې په ډیورنډ کرښه په قاچاقي ډول د توکو پنډې یا د ګنډو وړل راوړل ورسره نه مني او نورې غوښتنې به يې ومني. دوی وايي د سیمې سلګونه کسان په همدې کار سره د خپلې کورنۍ ورځنی لګښت پوره کوي.