د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په ځنګلونو کې لګېدلی اور لا هم مړ شوی نه دی

د درېیو ورځو راهیسې د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ له ځنګلونو د اور لمبې پورته کېږی؛ خو لا هم دغه اور نه دی مړ شوی. د الیشنګ ولسي خلک وايي، هغوی خپل ټول شته امکانات په کار اچولي او د اور د وژلو له پاره یې ولسي اشر هم کړی.