اته کاله پخوا د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې د پاکستان د هغه وخت لوی درستیز جنرال راحیل شریف په داسې حال کې واشنتګن ته تللی و چې د امریکا له ځینو ګیلو سره سره، پاکستان د امریکا لپاره تر اوس مهم و، ځکه هغه وخت امریکایي عسکر په افغانستان کې وو او امریکا دې ته اړتیا لرله چې پاکستان له ځان سره وساتي.
په هغو کلونو کې به کله کله امریکایانو په پاکستاني لوري تور لګاوه چې له تروریزم سره په جګړه کې دوه ګونې لوبه کوي، مګر پاکستان له لویه سره د دغو تورونو ډېره پروا نه کوله، ځکه په دې پوهېده چې د افغانستان په جګړه کې یې د لویدیځ لپاره ستراتیژیک اهمیت خورا زیات دی.
اوس که څه هم پاکستان د دوه ګونې لوبې ګیلې نه اوري مګر په دې هم پوهېږي چې د پخوا پرعکس، د امریکا او ناټو لاس ورلاندې نه دی. نن سبا که هر څو د امریکا او پاکستان په روابطو کې ستونزې نه لیدل کېږي مګر په دې اړه هم څه وضاحت نشته چې دغه روابط به سبا ته څنګه وي؟ او په اینده کې به څومره تاوده وي؟ ځکه له لویه سره د اسیا په دې سیمه کې د امریکا دلچسپي د پخوا په اندازه پاته نه ده.
د چهارشنبې په ورځ د ښاغلي استین او جنرال منیر له ملاقات وروسته د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل چې دواړو لوریو د سیمه ییزو تحولاتو او دوه اړخیزو پوځي باالقوه همکاریو په اړه خبرې وکړې.
په سیمه ییزو مسایلو کې د هند او پاکستان له رانژدې کېدونکو عمومي ټاکنو نیولې د غزې تر جګړې پورې ډېر څه راتلای شي، خو د پاکستان لپاره په امنیتي لحاظ تر ټولو مهمه موضوعکیدی شي چې د وروستیو میاشتو او اونیو ترهګریز بریدونه وي، هغه بریدونه چې پاکستان پکې د افغانستان طالبانو ته د ملامتۍ ګوته نیسي.
لکه څنګه چې ځینو پاکستاني شناندو ویلي دي، پاکستان امریکا ته دا ویل غواړي چې د دوحې په موافقه کې خو دا راغلي وو چې د افغانستان خاوره به د بل چا په خلاف د ترورستي فعالیتونو لپاره نه استعمالېږي، مګر د افغانستان طالبانو د موافقې دغه شرط نه دی رعایت کړی.
که څه هم امریکا اوس په افغانستان کې پوځي حضور نه لري او د طالبانو اداره په رسمیت نه پیژني خو د دوحې د موافقې د تطبیق په سلسله کې وخت په وخت له طالب لوري سره رابطه نیسي او دغه راز د بشري مرستو لپاره په پر له پسې ډول افغانستان ته پیسې استوي چې د طالبانو اداره ورنه په مستقیم ډول استفاده نه شي کولای.
البته دغهمرستې د افغانستان د مالي ثبات سبب کېږي او په ډېرو مجبورو خلکو باندې د مرستو وېش د انساني فاجعې مخه نیسي چې د انساني فاجعې مخنیوی د طالبانو د رژیم په ګټه هم دی. منظور دا چې امریکاپر طالبانو د فشار اچولو لپاره غیر پوځي ذریعې هم په لاس کې لري او پاکستان طبعا علاقه من دی چې د پاکستاني طالبانو د حملو د کنټرول لپاره په افغانستان کې د طالبانو پر اداره فشارونه زیات شي.
د جنرال عاصم منیر تر سفر له مخه په وروستیو ورځو کې د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي ټام وسټ اسلام اباد ته سفر وکړ او له خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني، لوی درستیز منیر او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره یې ولیدل. په دغو ملاقاتونو کې امریکایي لوري وویل چې امریکا د تحریک طالبان پاکستان د ګواښونو په مقابل کې له پاکستان سره ولاړه ده.