د چین په شمال لویدیځ کې یوې زلزلې له سلو ډېر کسان وژلي دي

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په ګانسو سیمه کې یوې زلزلې لږ تر لږه ۱۱۱ کسان وژلي او له ۲۳۰ ډېر کسان په کې ژوبلېدلي دي. چینایي رسنیو د لېندۍ ۲۷مې د دوشنبې شپې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې ښودلی.