پاکستان د ایران له غوښتنې وروسته ویلي، چې ترهګري د نړۍ او سیمې امنیت ګواښي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، تېره ورځ امیرعبداللهیان له خپل پاکستاني اڼډول جلیل عباس سره د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه ټیلفوني خبرې کړې دي. د جمعې په ورځ د ډسمبر ۱۶مه د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې په یوه برید کې ۱۱ ایراني پولیس ووژل شول.