د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان استازي د دغه هیواد امنیت د اندېښنې وړ بللی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم تېره ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د افغانستان د وضعیت په اړه رابلل شوې وه، ویلي چې پاکستان دا مهال له ټي ټي پي سره د نورو ډلو له یو ځای کېدو وروسته له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دی.