د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې پر یو کور د برید له امله څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د ټانک ولسوالۍ پولیسو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې برید د منګلېن په سیمه کې د یو سرکاري مامور پر کور شوی چې په ترڅ کې یې دوه کسه وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه نور ټپیان شوي دي.