• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اردوغان وايي طالبان باید د افغانستان ګرده ټولنه په غېږ کې ونیسي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۲ GMT+۱

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل، چې د افغانستان اوسنۍ اداره باید داسې تګلاره خپله کړي، چې ټوله ټولنه په غیږ کې ونیسي او انساني ارزښتونه پکې په پام کې ونیول شي. اردوغان وویل، چې نړیواله ټولنه باید افغانان یوازې پرې نه ږدي.

د ترکیې ولسمشر وویل، چې هېواد یې د افغانانو تر څنګ دی.

طیب اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۰مه عمومي غونډه کې وویل چې غزه کې د نسل وژنې تر څنګ د لوږې له امله تر اوسه ۴۲۸ کسان مړه شوي چې ۱۴۶ یې ماشومان دي.

هغه وویل چې له تېرو ۲۳ میاشتو راهیسې په غزه کې په هر ساعت کې یو ماشوم د اسراییل له خوا وژل کیږي. اردغان زیاته کړه، چې د غزې د وژل شویو خلکو شمېر له ۶۵ زرو اوښتی او ۲،۵ میلیونه خلک بې ځایه شوي دي.

هغه وویل: «د درملنې امکانات نشته ځکه درمل او روغتیايي متخصصین نشته.»

هغه وویل چې د ملګرو ملتونو مهمه موخه د سولې راوستل دي، خو په غزه کې دا دی ۷۰۰ ورځې وشوې چې نسل وژنه روانه ده. هغه زیاته کړه، «همدا اوس چې موږ دلته راټول شوي یو او خبرې کوو، اسراییل په غزه کې نسل وژنه کوي. د وژل شویو ملکي کسانو شمېر تر دې مهاله له ۶۵ زرو لوړ شوی چې په دې کې ۲۰ زره یې ماشومان دي.»

هغه زیاته کړه چې په هر یوه ساعت کې یو ماشوم له لوږې مري او خلک په وسلو نه وژل کیږي بلکې د لوږې له امله مري.

هغه وویل چې ملګري ملتونه په غزه کې حتا خپل پرسونل نه شي ساتلی.

اردوغان له ټولو هغو هېوادونو مننه وکړه چې فلسطین یې په رسمیت وپیژنده او له هغو هېوادونو چې تر اوسه یې فلسطین په رسمیت نه دی پیژندلی، وغوښتل چې په رسمیت یې وپیژني.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د هرات محصلانو ته وویل چې ګرځنده ټیلیفونونه مه کاروئ

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۱

په هرات کې سرچینې وايي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ددغه ولایت په دولتي پوهنتون کې د وینا پرمهال محصلانو ته سپارښتنه وکړه چې ځېرک ټیلیفونونه ونه کاروي. ندیم ویلي، چې «موږ درې اصلي دښمنان لرو چې کافران، منافقان او ګرځند ټیلیفونونو والا دي».

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا ​​محمد ندیم پرون هرات ته سفر وکړ او نن سې شنبه یې په ولایتي دولتي پوهنتون کې وینا وکړه.

د سرچینو په وینا، ندیم په خپله وینا کې وویل چې «موږ درې اصلي دښمنان لرو چې"کافران، منافقان او ګرځند ټلیفونونو والا دي.

هغه سپارښتنه وکړه، چې استادان او محصلان باید نور ځېرک ټیلیفونونه ونه کاروي ځکه د هغه په ​​اند، دا وسیله د "فساد او بد اخلاقۍ" سرچینه ده او باید له منځه یووړل شي.

افغانستان انټرنشنل نن سهار یو راپور ترلاسه کړ ،چې یو شمیر محصلان په زوره هغه تالار ته وړل شوي چیرې چې د لوړو زده کړو وزیر وینا کوله.

په تیرو دوو اونیو کې، طالبانو د افغانستان په څه باندې ۱۲ ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ بند کړی دی او ویلي یې دي چې دا پروسه د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده په امر پلي کیږي.

په مادرید کې د طالبانو د مشرانو محاکمې لپاره قاضیان معرفي شول

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۱

د افغان مېرمنو لپاره ولسي محکمې، چې د دایمي ولسي محکمې تر څار لاندې ترسره کیږي، د قاضیانو وروستی لیست اعلان کړ. دا محکمه به د اکتوبر له ۸ مې تر ۱۰ مې پورې د هسپانیا په مادرید کې ترسره شي.

د محکمې لپاره نومول شوي قاضیان له هسپانیا څخه اراسلي ګارسیا ډل سوتو، الیسیندا کالوټ مارټینز او ایمیلیو رامیرز ماتوس، له افغانستان څخه غزال حارس، له مصر څخه مای ال-سدانی، امریکا څخه می السیډاني، له ایټالیا څخه مارینا فورټي، له سویلي افریقا څخه راشده مانجو او له هند څخه کلپنا شرما دي.

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د محکمې اوریدنې به د افغان څارنوالانو د بیانونو، د قربانیانو د ښځو د شهادتونو او د نړیوالو متخصصینو د شواهدو په بیاکتنې ترسره شي.

تنظیم کوونکو وویل چې دا پروسه یو فرصت دی چې د ښځو له حقونو سیستماتیکې سرغړونې مستندې کړي، د قربانیانو غږونه واورېدل شي او پر طالبانو د حساب ورکولو لپاره نړیوال فشار رامینځته شي.

د قاضیانو ډله د وکیلانو، اکاډمیکو او د بشري حقونو مدافعینو څخه جوړه شوې ده، چې په انتقالي عدالت، بشري حقونو، د ښځو حقونو، د رسنیو ازادۍ او جنسیتي عدالت کې تخصص لري.

څلور افغان څارنوالان به رسمي تورونه هم وړاندې کړي او له نړیوالو معیارونو سره سم د ښځو د حقونو د سرغړونو قانوني تحلیل به وړاندې کړي.

د اوریدنې په پای کې تمه کیږي چې قاضیان به یو ابتدايي بیان خپور کړي چې وړاندې شوي شهادتونه او اسناد منعکس کړي.

تنظیم کوونکو ټینګار کړی، چې د افغان میرمنو کیسې باید د تړلو دروازو تر شا پاتې نه شي.

انټونیو ګوتریش: په ډېرو هېوادونو کې ښځې او نجونې د زده کړو له حق څخه پاتې دي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو په ۸۰مه عمومي غونډه کې د افغانستان له یادولو پرته وویل، چې په ډېرو هېوادونو کې ښځې او نجونې د زده کړو له حق څخه پاتې دي. هغه دغه راز وویل، چې د جرمونو نړیواله محکمه باید په غزه کې د نسل وژنې په اړه عاجل اقدام وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د روان کال چنګاښ په ۱۷مه اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د قاضي‌القضات حکیم حقاني د نیولو حکمونه یې صادر کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي و چې یاد کسان لږ تر لږه د۲۰۲۱کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د افغانستان پر خلکو د بشر ضد جرمونو په ترسره کولو تورن دي.

ګوتریش خپلې وینا کې زیاته کړه چې غزه کې باید عاجل اوربند رامنځته شي، بشري مرستې باید بې له ځنډه غزې ته ولیږدول شي او ټول نیول شوي بندیان باید خوشې شي. نوموړي وویل چې غزه کې وحشت تر درېیم کال دوام لري او انسانیت تر پوښتنې لاندې راغلی.

ګوتریش د اوکراین جګړې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې جګړه د سیمې ثبات او نړیوال نظم ته زیان رسوي. همدارنګه هغه د سوډان په اړه یادونه وکړه چې په دغه هېواد کې پر خلکو ظلم روان دی او وینه بهیدنه باید ودرول شي.

د خبرو دویم محور یې د زده کړو په برخه کې و، چې په ځانګړي ډول یې د نجونو او مېرمنو حقونو ته اشاره وکړه. ګوتریش وویل چې په ډېرو هېوادونو کې ښځې او نجونې د زده کړو له حق څخه پاتې دي، هغه مشخصاً د افغانستان یادونه ونه کړه.

درېیم محور یې د ټکنالوژۍ و، چې باید د خلکو او هېوادونو د پرمختګ لپاره ښه مدیریت شي. ګوتریش وویل: «ټکنالوژي باید د خلکو لاسرسي کې وي او زموږ خدمت کې وکارول شي.» نوموړي د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خپل تاریخي دیالوګ یاد کړ چې تېره میاشت ترسره شو.

ګوتریش پر سولې، پراختیا او بشري حقونو ټینګار وکړ او ویې ویل: «سوله زموږ لومړیتوب دی، موږ باید د خلکو د اعتماد وړ واوسو، قدرت د حاکمانو په لاس کې نه د خلکو په لاس کې دی او هېڅکله باید تسلیم نه شو.»

د دې غونډې سږنې شعار سوله، پراختیا او بشري حقونه دي.

ګوتریش له هېوادونو د تاوتریخوالي د بندولو غوښتنه وکړه.

په پاکستان کې افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته نه ځي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۹ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د افغان کډوالو د روغتیایي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ګڼ افغان کډوال د پولیسو د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته له تګ ډډه کوي، چې د امیندوارو مېرمنو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، راپورونه ښيي چې په پاکستان کې یو شمېر ناروغ افغان کډوال د پولیسو د وېرې له امله روغتیایي مرکزونو ته نه ورځي، او ځینې روغتونونه له هغو ناروغانو سره د درملنې برخه کې همکاري نه کوي چې د اعتبار وړ ویزې نه لري.

خبرپاڼه زیاتوي: «په ځانګړي ډول د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ان امیندوارې ښځې، چې بیړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا لري، هم له دې کبله له مرستې غوښتلو ډډه کوي.»

دغه سازمان په ډاګه کړې چې دا ډول چلند نه یوازې د انساني کرامت ښکاره سرغړونه ده، بلکې د پاکستان د اساسي قانون او د هغو نړیوالو بشري ژمنو خلاف هم دی، چې دغه هېواد پرې لاسلیک کړی دی.

د پاکستان بشري حقونو دغه کمېسیون ټینګار کړی چې په اوسنیو شرایطو کې د افغان مېرمنو او نجونو حالت ډېر حساس دی او که هغوی بېرته هغه هېواد ته ستنې شي چې «د جنسیت پر بنسټ د اپارتاید سیاستونه پکې عملي کېږي»، نو د هغوی ژوند او راتلونکی به له جدي ګواښ سره مخ شي.

یاده دې وي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري بېرته ستنولو لړۍ له ۲۰۲۳ کال راهیسې په سختۍ روانه ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، زرګونه هغه افغانان چې د قانوني اسنادو له وړاندې کولو پاتې راغلي، له هېواده ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو او بشري حقونو ګڼو ادارو پر پاکستان غږ کړی چې د کډوالو د جبري ایستنې پر ځای دې د هغوی د خوندیتوب لپاره بدیلې لارې ولټوي.

طالبان وايي افغانستان ته ۱۵ سلنه بې‌کیفیته مواد واردیږي او باید یوې سلنې راټیټ شي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د فرامینو او احکامو لوی رییس شمس الدین شریعتي وايي، هېواد ته بېلابېل بې کیفیته مواد واردیږي او باید دا کچه تر یوې سلنې راټيته شي. هغه ویلي، چې دا ستونزه له تېرې ادارې په ميراث پاتې ده.

د طالبانو د نیمروز ولایت د والي رسنیز دفتر نن سې شنبه د تلې لومړی نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې ددې ډلې د فرامینو او احکامو لوی رییس شمس الدین شریعتي په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي د بې‌کیفیته تېلو او نورو وارداتي توکو د مخنیوي او د هبت الله د فرمانونو د پلیتابه په موخهنیمروز ولایت ته سفر کړی.

شریعتي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د بې‌کیفیته تېلو واردات د خلکو ژوند او اقتصاد ته جدي زیان رسوي، او دا کار یوازې د یو شمېر مشخصو تجارانو په ګټه او د میلیونونو افغانانو په تاوان تمامېږي.

په همدې حال کې د طالبانو مرستیال والي تورجان احمدي په خپله وینا کې ویلي، چې د ملا هبت الله فرمان یې په بشپړ ډول تطبیق کړی.

نوموړي زیاته کړه، چې د بې‌کیفیته تېلو، درملو، تعمیري موادو، انساني قاچاق، نشه‌يي موادو او نورو غیرقانوني چارو پر وړاندې د ولایتي ادارو له لوري جدي اقدامات شوي، او په څرګند ډول په دې برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي.