• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي افغانستان ته ۱۵ سلنه بې‌کیفیته مواد واردیږي او باید یوې سلنې راټیټ شي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د فرامینو او احکامو لوی رییس شمس الدین شریعتي وايي، هېواد ته بېلابېل بې کیفیته مواد واردیږي او باید دا کچه تر یوې سلنې راټيته شي. هغه ویلي، چې دا ستونزه له تېرې ادارې په ميراث پاتې ده.

د طالبانو د نیمروز ولایت د والي رسنیز دفتر نن سې شنبه د تلې لومړی نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې ددې ډلې د فرامینو او احکامو لوی رییس شمس الدین شریعتي په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي د بې‌کیفیته تېلو او نورو وارداتي توکو د مخنیوي او د هبت الله د فرمانونو د پلیتابه په موخهنیمروز ولایت ته سفر کړی.

شریعتي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د بې‌کیفیته تېلو واردات د خلکو ژوند او اقتصاد ته جدي زیان رسوي، او دا کار یوازې د یو شمېر مشخصو تجارانو په ګټه او د میلیونونو افغانانو په تاوان تمامېږي.

په همدې حال کې د طالبانو مرستیال والي تورجان احمدي په خپله وینا کې ویلي، چې د ملا هبت الله فرمان یې په بشپړ ډول تطبیق کړی.

نوموړي زیاته کړه، چې د بې‌کیفیته تېلو، درملو، تعمیري موادو، انساني قاچاق، نشه‌يي موادو او نورو غیرقانوني چارو پر وړاندې د ولایتي ادارو له لوري جدي اقدامات شوي، او په څرګند ډول په دې برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د تور غونډۍ بندر د پراختیا عملي چارې پیل شوې

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر راپور ورکړی چې په هرات کې د تور غونډۍ بندر د پراختیا عملي کار د ۷میلیونه ډالرو په ارزښت، د فواید عامې وزارت معیین، د هرات والي او د ترکمنستان د ترانسپورت او کابینې مرستیال په حضور کې پیل شو.

په دې پرانېسته کې د هرات والي اسلام‌جار وویل چې دا مهال په هرات ولایت کې لسګونه لویې او وړې انکشافي پروژې روانې دي او د دغې پروژې له بشپړېدو سره به د هېواد په اقتصادي ډګر کې ستر بدلون راشي.

د هرات لپاره د طالبانو والي ټینګار وکړ چې دوی د دې پروژې د چټک پرمختګ لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د طالبانو د فواید عامې وزارت معین مولوی محمد اسحاق صاحبزاده ویلي چې دغه پروژه به د شاوخوا ۵۰جریبه ځمکې په ساحه کې تطبیق شي.

نوموړي وویل چې تمه ده دا پروژه به په یوه کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

طالبانو د هرات په رسنیو کې د ساکښو د انځورونو پر خپراوي بندیز ولګاوه

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۳ GMT+۱

په هرات کې سرچینې وايي، چې طالبانو د ټلوېزیونونو د مسوولانو او یوټیوبرانو په ګډون د ولایت د رسنیو ټول مسوولان رابللي او هغوی ته یې امر کړی، چې د ساکښو د انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.

په غونډه کې حاضرو څو سرچینو نن سې شنبه د تلې په لومړی نېټه دا خبر تایید کړ.

د سرچینو په وینا، د ځینو رسنیو چارواکو په غونډه کې استدلال وکړ، چې تر څو په کابل کې په طالبانو پورې تړلی ملي ټلوېزیون داسې شیان خپروي، په هرات کې د خصوصي رسنیو فعالیتونه باید بند نه شي.

په غونډه کې حاضرو یوټیوبرانو دا هم وویل، چې د دوی خپرونې تر ډیره له افغانستان څخه بهر لیدونکو لپاره چمتو کیږي او له هیواد سره هیڅ تړاو نه لري.

په همدې حال کېږي د طالبانو مشرانو د ژوندیو موجوداتو د خپرونو په بندولو ټینګار کړی دی.

په هرات کې یوې سرچینې وویل چې سیمه ییزې رسنۍ به یوازې هغه وخت دا بندیز ومني چې په ټول افغانستان کې په مساوي ډول پلی شي.

مخکې طالبانو په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو څخه رسنۍ منع کړې وې.

هرات په افغانستان کې دویم ولایت دی، چې له کابل وروسته تر ټولو ډېرې رسنۍ لري.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس د ۱۰ زره ډالرو بډې په غوښتلو تورن شوی

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر د افشا شویو غږونو له مخې تورن شوی چې په ملي لوبدله کې د یوه لوبغاړي د انتخاب په بدل کې د لس زره ډالرو غوښتنه کوي. کارګر دا تورونه رد کړي او ادعا کوي چې دا خبرې «توطيه او جعلي» دي.

انډیپنډنټ رپوټ ور کړی، چې غږیز ثبتونه ښيي، چې کارګر د استرالیا مېشت لوبغاړي نثار احمد مهمند له ورور سره د پیسو د لېږد په اړه خبرې کوي او ټینګار کوي، چې دا پیسې ده ته نږدې د یو کس حساب ته واستول شي.

د دغو ثبتونو له مخې نوموړی حتا وړاندیز کوي چې پیسې به د ملي لوبډلې د بسپنې تر نوم لاندې ثبت شي.

کارګر چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د فدراسیون مشري کوي، په دغه ثبتونو کې داسې هم اورېدل کېږي چې د لس زره ډالرو پر ځای د پنځه زره ډالرو منلو ته غاړه ږدي او وايي چې د ویزې د لګښت لپاره دې ۱۵۰۰ ډالر نور هم ورزیات شي.

خو کارګر تېره اونۍ په یوه مرکه کې دا تورونه رد کړل او ادعا یې وکړه، چې د استرالیا په یوه لیدنه کې د سپانسرشپ پر موضوع یې خبرې کړې وې، نه د لوبغاړي د اخیستلو.

د ده په وینا، ملي لوبډله کې د لوبغاړو ټاکنه یوازې د سرمربي صلاحیت دی، نه د فدراسیون.

سره له دې، کارګر ومنله چې په خپرو شویو غږونو کې د هغه غږ دی، خو ټینګار یې وکړ چې ټول تورونه "توطيه او جعلي ادعاوې" دي.

رسنیو دا غږونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې کارګر د ملي لوبډلې په ترکیب کې د لوبغاړي شاملولو په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې ده.

دغه موضوع پراخ غبرګونونه راپارولي، او ځینې سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي د پیسو غوښتنه د فدراسیون پر حساب نه، بلکې د شخصي حوالې له لارې شوې ده چې "د شفافیت په اړه جدي شکونه" راپورته کوي.

د فیفا ویاند ددغه ترونو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د اصولو له مخې د دوی قضایي ارګانونه پر احتمالي پلټنو تبصره نه کوي، خو که کومه پرېکړه وشي، نو رسما به یې اعلان کړي.

یوسف کارګر په تېرو وختونو کې هم د فساد له تورونو سره مخ شوی و.

ازبکستان وايي د بلخ – هرات رېل پټلۍ په پروژه کې پانګونې ته چمتو دی

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت په افغانستان کې د ازبکستان د سفیر په حواله ویلي، چې ازبکستان د بلخ ـ هرات رېل پټلۍ د جوړولو په پروژه کې د پانګونې په پرخه کې چمتووالی ښودلی. د طالبانو د ټولګټو وزیر او د ازبکستان سفیر په لیدنه کې د حیرتان بندر د دوستي پله د ترمیم په اړه خبرې شوې دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت نن سې شنبه د تلې لومړی نېټه وویل، چې د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ازبکستان هېواد له سفیر ایبک عثمانوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې د اوږدمهاله اقتصادي، تجارتي، ريلي او ټولنیزو اړیکو په اړه خبرې اترې شوې دي.

دغه راز دواړو لوریو د حیرتان بندر له لارې د انتقالاتو د کچې پر زیاتوالي، د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او زېربنایي پروژو په تړاو بحثونه کړي دي.

طالبانو د ازبکستان د سفیر له قوله ویلي، چې « موږ د بلخ – هرات رېل پټلۍ د جوړولو په پروژه کې پانګونې ته چمتو یو.»

همدارنګه په یاده لیدنه کې د حیرتان بندر د دوستي پله د ترمیماتو په تړاو خبرې شوې او پرېکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو یو ګډ تخنیکي پلاوی به د ترمیماتو په موخه له یاد له څخه نظارت او لیدنه ترسره کړي.

ذبیح الله مجاهد: بګرام اډه نه د چین ده او نه د امریکا

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۶ GMT+۱

د طالبانو ویاند له العربیه سره په مرکه کې ویلي چې «د بګرام اډه د افغانستان برخه ده، نه د چین ده او نه هم د امریکا.» نوموړي ویلي: «امریکایان باید له افغانانو سره په ډېپلوماټیک او منطقي ډول چلند وکړي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وږي پر ۳۰مه خبرداری ورکړ، چې متحده ایالات غواړي بګرام اډه ژر تر ژره بېرته ترلاسه کړي . هغه ویلي: «که دا کار ونه شي بدې پېښې به وشي»

طالبانو په ځواب کې وویل، چې واشنګټن دې د دوحې تړون ته ژمن واوسي، ځکه امریکا ددوحې په تړون کې منلې، چې له ځواک او ګواښ څخه به کار نه اخلي.

د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت وویل، چې دوی له هېچا وېره نه لري او د یوې لوېشتې خاورې پر سر هم تعامل نه کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز ویلي، « د افغانستان خلک به د خپلې خاورې په یوه برخه کې د امریکايي ځواکونو حضور ونه مني».

د بګرام اډه په افغانستان کې د امریکا تر ټولو ستره نظامي اډه وه. دا اډه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ورغله.