افغان کرېکټ بورډ د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د تمریناتي سیالیو لپاره نوملړ اعلان کړ

د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې نن د دوشنبې په ورځ په شارجه کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دوو تمریناتي سیالیو لپاره د افغانستان ۱۷ کسېزه لوبډله اعلان کړه. د دغو لوبو لوبډلمشري به حشمت الله شهیدي کوي.