سوېلي وزيرستان کې د پوليسو په یوې ودانۍ کې پنځه تنه مزدوران وژل شوي دي

د سوېلي وزيرستان په جژ غونډۍ سيمه کې د پوليسو پر ودانۍ د بريد پر مهال پنځه تنه مزدوران وژل شوي او يو بل ژوبل دى. د سوېلي وزيرستان پوليس وايي، دغه کسان تېره شپه د نامعلومو کسانو له‌خوا په ډزو وژل شوي دي.