ترکيه وايي د عراق په شمال کې يې له کوردي وسله والو سره په نښته کې ۱۲ سرتېري وژل شوي

د ترکیې د دفاع وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ ، چې د عراق په شمال کې د کوردستان کارګر ګوند یا پي کې کې له وسله والو سره په جګړه کې په تېرو دوو ورځو کې د دغه هېواد ۱۲ پوځیان وژل شوي دي. د دغه وزارت په وینا په دې جګړې کې لږ تر لږه ۱۳ کورد وسله وال هم وژل شوي دي.