د روغتيا نړيوال سازمان: پاکستان د کډوالو اېستلو سره د پوليو د خپرېدو خطر زيات کړی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل او په لویه کچه د نفوسو تګ راتګ په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو خطر زیاتوي. دغه سازمان ويلي، چې په همدې موخه يې د راستنېدونکو ماشومانو د واکسين کولو لپاره ډلې ګمارلې دي.