د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو پرون د بلجیم په بروکسل کې پراخ لاریونونه وکړل

د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو اروپا مېشتو غړو او پلویانو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د پاکستان د حکومت پر ضد لاریون وکړ او د دغه غورځنګ د مشرانو او نیول شویو بلوڅانو د خوشې کولو غوښتنه یې کوله.