روغتیا نړۍوال سازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدنې د پولیو د خپرېدو ګواښ زیات کړی

د روغتیا نړۍوال سازمان پرون په یوې خپرې شوې وینا پاڼه کې لیکلي، که څه هم چې په وروستیو نږدې څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو ګواښ لا هم پرخپل ځای پاتې دی.