افغانستان په لومړنۍ یوه ورځنۍ تمریناتي لوبه کې عربي متحده اماراتو ته د ۲۱۵ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او عربي متحده اماراتو تر منځ د دوه یو ورځنیو تمریناتي سیالیو لومړنۍ لوبه نن دوشنبه په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د دغه لوبې پچه د عربي متحده اماراتو لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.