ریچارډ بېنېټ یو ځلې بیا په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز د لرې کولو غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي یو ځل بیا په دغه هېواد کې د ښځو پر کار د بندیز د لرې کېدو غوښتنه وکړه. ښاغلي بېنېټ ټینګار وکړ، چې په حیاتي اقتصادي وضعیت کې د ښځو رول او د هغوی ونډه د افغاني ټولنې د سوکالۍ او پرمختګ له پاره اړینه ده.