د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ۲۹۰ بلوڅ اعتراض کوونکي یې خوشې کړي دي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، ۲۹۰ بلوڅ لاریونوال چې تېره اوونۍ د پاکستان په سوېل لوېدیځ کې د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد د اعتراض په توګه یې لاریون تر اسلام اباده ورسولو، له خبرو اترو وروسته خوشې کړي دي.