بلوڅۍ فعالې په بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د څېړنو غوښتنه کړې

یوې مخکښې بلوڅ فعالې د سه شنبې په ورځ له حکومته وغوښتل، د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې ډلې ته دې اجازه ورکړي چې په بلوچستان کې دې د بشري حقونو سرغړونې وپلټي. هغې ژمنه وکړه، چې د غوښتنې تر پوره کېدو پورې به په پلازمینه کې اعتراضونو ته دوام ورکړي.