رحمت الله نبیل د کرمان بریدونو ته په غبرګون کې له طالبانو سره د سیمې پر تعامل نیوکه وکړه

د افغانستان د جمهوریت د وخت د ملي امنیت لوی رییس رحمت الله نبیل او یو شمیر نورو افغان سیاستوالو د ایران په کرمان کې د وروستي خونړي برید په غندلو له طالبانو سره د سیمې پر تعامل نیوکه کړې ده.