• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې چاودنې؛ د ناامنیو د لړۍ یوه بله کړۍ

صفدر سلېمانخېل

مېلمه لیکوال

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د چهارشنبې په ورځ د ایران په کرمان کې د دغه هیواد د ترورستي پېښو په تاریخ کې ډېرې خونړۍ بمي چاودنې وشوې چې شاوخوا درې سوه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

چاودنې چې د ایراني جنرال، قاسم سلیماني د څلورم تلین په مناسبت غونډه کې وشوې، انتحاري نه وې. د ایران د پارلمان مرستیال مجتبا ذوالنوري وایي چې په دغو چاودنو کې د اسراییل لاس دی او دلیل دا دی چې انتحاریانو پکې برخه نه لرله.

دوه درې اونۍ دمخه چې د دسمبر په پنځلسمه د ایران د سیستان بلوچستان ولایت په راسک ښارګوټي کې د بلوڅو وسلوالې ډلې جیش العدل لس، دولس کسه پولیس ووژل، نو د هغو د تدفین په مراسمو کې د ایران داخله وزیر احمد وحیدي وویلچې اسراییل په ایران کې د فعالو ترورستي ډلو تر شا ولاړ دی.

د یو شمېر شناندو په نظر د ایران حکومت په ترورستي پېښو کې اسراییل ځکه یادوي چې اسراییل هم د ایران په اسلامي جمهوریت ورته تورونه لګوي او بل دلیل دا دی چې پر اسراییل د امنیتي ستونزو پړه اچول د ایران د حکومت لپاره داخلي مصرف لرلای شي.

د ایران دولت ډېر پیاوړی امنیتي سیستم لري او څرنګه چې خپل سیاسي مخالفان او شورشیان په اسانۍ سره مفسد الارض بولي، نو د هغوی په اعدام کې ډېر ځله نه دوه زړی کېږي، مګر دغه دولت بیا هم له جدي امنیتي ننګونو سره مخامخ دی.

د پاکستان سرحد ته څېرمه د راسک ښارګوټي حمله جیش العدل ډلې په غاړه واخیسته او د ایران حکومت له پاکستان څخه وغوښتل چې د دې ډلې د کسانو په ځپلو کې ورسره همکاري وکړي.

جیش العدل ډله تر دوه زره دولسم کاله پورې جندالله نومېدله. دا ډله ادعا کوي چې په ایران کې د بلوڅانو د فرهنګي، سیاسي او مذهبي حقونو لپاره جنګېږي خو د ایران حکومت یې تجزبه طلب بولي او د دوی هڅې د ایران د ملي وحدت او ملي امنیت خلاف ګڼي.

د کرمان د چاودنو پړه د حملې په لومړۍ ورځ چا په غاړه وانه خیسته او څرنګه چې عام ولس ته پکې زیاته صدمه رسېدلې ده نو دا احتمال زیات دی چې حد اقل د جیش العدل غوندې مشخصه او واقعي ډله یې مسوولیت په غاړه وانخلي.

د سپاه قدس د پخواني قومندان، جنرال قاسم سلیماني د تلین د سږنیو مراسمو په اړه اټکل کېده چې د ایران امنیتي ادارو به یې د خونديتابه لپاره ډېر کار کړی وي، ځکه یو خو له تېرو دریو میاشتو په منځني ختیخ کې د غزې د جګړې اور بل دی او حالات نهایت نازک دي او له بلې خوا د کرمان ولایت په ګاونډ کې په سیستان او بلوچستان کې د جیش العدل د وروستیو اونیو بریدونه ډېر پېچلي وو.

قاسم سلیماني په سوریه، عراق او لبنان کې ډېر کلونه په داسې امنیتي ماموریتونو بوخت وو چې د اسراییل په شمول د سیمې ځینې هیوادونو او امریکا ته یې سر خوږی جوړاوه.

دی څلور کاله پخوا د امریکا په حمله کې ووژل شو. د دغسې چا د تلین په مراسمو کې د چاودنې پړه په اسانۍ سره اسراییل ته متوجه کېدای شي، مګر دا هم ده چې د جنګ پراخول د اسراییل په ګټه نه دي.

د اسراییل حکومت دا خبره نه پټوي چې د غزې جګړه به څو میاشتې نور وخت هم واخلي. اسراییل چې د حماس د ختمولو اراده لري، معلومه نه ده چې په خپل مقصد کې به په څومره وخت کې بری مومي او دا هم ممکنه ده چې په خپل نهایي مقصد کې پاته راشي.

له بلې خوا امریکا او د اسراییل نور پلویان د جګړې پراخوالی نه تاییدوي او له اسراییل یې بیا بیا غوښتنه کړې ده چې خپل عملیات محدود وساتي، نو په داسې شرایطو کې پر اسراییل د کرمان د چاودنو پړه اچول، زړه ته چندان نه پرېوځي.

د کرمان د چاودنو ډېر شک پر داعش کېدای شي. داعش چې په منځني ختیځ کې د ایران د سپاه قدس ډېر ګوزارونه خوړلي دي، په سیمه کې فعال دی او په افغانستان کې یې هم په تېرو څو کلونو کې خصوصا د شیعه مسلمانانو د وژلو پړه په غاړه اخیستې ده.

له بده مرغه زموږ په سیمه او منځني ختیځ کې حالات دومره ترینګلي او پېچلي دي چې د ناامنیو، قتلونو او وحشتونو د مسوولیت ګوته مشخص لوري ته نه شی نیول کېدای او له لویه سره عوامل ګڼ او پېچلي وي.

نن سبا چې په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې دي، ځینې افغانان په مجازي فضا کې وایي چې د پاکستان امنیتي ادارو هماغه کسان په کلونو کلونو ساتل او حمایه کول چې نن ورنه سر ټکوي.

د کرمان له چاودنو وروسته هم مختلفو لوریو ته د ملامتۍ ګوته ونیول شوه. ځينو وویل چې که د ایران حکومت د نورو ملکونو په چارو کې مداخله نه کولای نو داسې پېښې به اوس نه کېدې.

ځينو نورو ولیکل چې د ایران حکومت د افغانستان د طالبانو ملګرتیا کړې ده او داسې پېښې د همدې ملګرتیا نتیجې دي.

موږ د دې په ځای چې د اسیا په دې سیمه کې د روانو بدمرغیو په مخنیوي اساسي فکر وکړو، غمیزو ته ډيری وخت د رقیبانو د وهلو لپاره د یو فرصت په سترګه ګورو. دغسې چلند مو په نهایت کې کوم ځای ته نه رسوي.

د اسیا دا ناکراره سیمه له جګړو، تروریزم او ناامنۍ د ژغورنې لپاره او د ودې او سوکالۍ لپاره تر بل هر څه ډېر د خپلو اوسېدونکو تعاون او همکاري ته اړتیا لري.

کله چې درې میاشتې پخوا د اکتوبر په اوومه نېټه حماس د اسراییلو پر جنوب حمله وکړه او تر زر زیات اسراییلیان یې ووژل، ځینو کسانو دا کار د فلسطین د خلکو په ګټه وباله خو دې ته یې ونه کتل چې انتقامي حملې خو د فلسطینیانو ژوند ډېر ورتریخولی او په سیمه کې د وینو رودونه بهولی شي.

جګړه، تروریزم او انتقامي سیاستونه د هیچا په ګټه نه دي او برعکس، یوازې تعاون او همکاري ملتونه ژغورلی او نیکمرغه کولی شي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.


ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

عمران خان د ټاکنو کمېسون ته په سپکاوي تورن شو

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۰ GMT+۰
عمران خان د ټاکنو کمېسون ته په سپکاوي تورن شو
100%

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه هېواد ټاکنو کمېسون ته په سپکاوي تورن شو. د ښاغلي خان وکیل نعیم پنجوتا وايي، پر خان تور دی چې د دې کمېسون په هکله یې سپکې خبرې کړې دي.

نوموړی زیاتوي چې د ټاکنو کمېسون دا تورونه په داسې مهال لګولي چې د عمران خان وکیلان نه وو.

د ټاکنو کمېسون پر عمران خان سربېره د تحریک انصاف ګوند پر بل مشر فواد چوهدري هم ورته تور پورې کړی دی.

۷۱ کلن کرېکټ ستوری عمران خان د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې د پارلمان له خوا د بې باوره کېدو او بې واکه کېدو راهیسې سیاسي او قانوني جنجال کې ښکېل دی.

نوموړی تېر اګسټ په توشه خانه کېس کې د درې کاله بند له امله بیا په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

توشه خانه کې عمران خان تورن دی چې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۲ یې دولتي ډالۍ ناقانونه پلورلې دي، خو ښاغلی خان دا تورونه ردوي.

تېره شنبه د پاکستان د ټاکنو کمېسون د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لپاره د پخواني لومړي وزیر عمران خان نوماندي رد کړه.

پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان غوښتل، د پنجاب له میاولې او لاهور نه په راتلونکو ټاکنو کې ولوبېږي.

د ناټو اروپايي غړو هوکړه کړې، چې له زرو زيات پټريوټ توغندي وپيري

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۰
د ناټو اروپايي غړو هوکړه کړې، چې له زرو  زيات پټريوټ توغندي وپيري
100%

ناټو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د جرمني، پولنډ، رومانیا او هسپانیا په ګډون یو شمیر هیوادونه چې د دغه پوځي اتحاد غړي دي له زرو د ډیرو هوايي دفاعي پټريوټ توغندیو د رانيولو موافقه یې کړې ده. د سرچينو د معلوماتو له مخې دغه قراداد شاوخوا ۵،۵ میليارده ډالره ارزښت لري.

د متحده ایالاتو پټريوټ توغندي د دوښمن د کروز او بالسټیک توغندیو او همدارنګه د الوتکو په وړاندې د دفاع لپاره کارېږي.

د ناټو د ملاتړ او لوژستیک ادارې ويلې، چې د دغو توغنديو رانيول به په اروپا کې د سازمان له غړو هېوادونو سره مرسته وکړي، چې اوکراين ته نور هوايي دفاعي سیستم او لا ډېر تجهيزات ورکړي

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ په يوه بيان کې ليکلي: « د اوکراين په ملکي وګړو، ښارونو او ښارګوټو باندې د روسيې د توغنديو او بې پېلوټه الوتکو بريدونه ښيې، چې عصري هوايي دفاع څومره مهمه ده.»

د ۲۰۲۲ کال په فبروۍ مياشت کې پر اوکراين د روسيې بريدونو د المان په ګډون ډېری اروپايي هېوادونه دې ته اړ کړل، چې پر پوځي چارو او تجهيزاتو ډېري پيسې مصرف کړي.

د روسيې له بريدونو وروسته د مسکو ګاونډی فنلنډ له ناټو سره يو ځای شو.

فنلنډ په پام کې لري، چې د روسيې سره د پولو په اوږدو کې د ناټو پوځي ډلو ته د ځای پر ځای کولو اجاره ورکړي.

سویډن له هغو ټولو ننګونو سره سره چې د ناټو د غړیتوب لپاره ترکیی ورته رامنځ ته کړي، اوس په دغه پوځي ټلواله کې د شاملیدو په درشل کې دی.

د پاکستان د پخواني بهرنیو چارو وزیر سرتاج عزیز یوه کیسه

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۷ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل
د پاکستان د پخواني بهرنیو چارو وزیر سرتاج عزیز یوه کیسه
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزير، سرتاج عزیز چې څو ورځې د مخه د پنځه نوي کلونو په عمر ومړ، د پاکستان په بیروکراسۍ کې تقریبا پنځه اویا کلنه اوږده تجربه درلودله.

نوموړی اصلا اقتصادپوه و، د امریکا د هارواد پوهنتون کې زدکړې وې، د ملګرو ملتونو د خوراک نړیواله اداره او همداشان په پاکستان کې یې په ډیرو مهمو دندو لکه د مالي او بهرنیو چارو د وزیر په توګه کار کړی و.

سرتاج عزیز په اکاډیمیکه برخه کې ډیرې لیکنې لري او د Beaconhouse National University وایس چانسلر او هلته یې د اقتصاد مضمون تدریس هم کاوه.

که څه هم دی تخنیکي کس و خو وروسته د پاکستان د مسلم لیګ (ن) د ګوند برجسته غړی او سیاسي دندې یې هم درلودلې.

د ۱۹۹۸-۱۹۹۹ ز کلونو په دور کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر و تر څو د پاکستان پوځي جنرال پرویز مشرف قدرت د یوې کودتاه په ترڅ کې ونیو. د نواز شریف په دریېمه دوره کې د هغه د بهرنیو چارو په برخه کې سلاکار و.

که څه هم د پاکستان پوځ د ملکي حکومتونو تر څنګ موازې ادارې د پاکستان د کنترول لپاره لري خو د پاکستان د بهرني سیاست درې مهمې پالیسۍ چې د افغانستان، کشمیر او اتومي سلاوو موضوعات دي، مستقیما د پوځ لخوا اداره او کنترول کیږي.

بیا هم د پوځ تر څنګ د پاکستان ملکي ادارې په خاصه توګه د بهرنیو چارو وزارت له پوځ سره په شریکه کار کوي او د دغه پالیسیو د حمایت لپاره د پاکستان د سیاسي دستګاه نه کار اخلي تر څو په ظاهره داسې وښیي چې ملکي حکومتونه دغه پالیسۍ مخې ته بیایي. د پاکستان اکثره دیپلوماتان د پاکستان د پوځ په مشوره ټاکل کیږي تر څو د پوځ له پالیسیو په نړیواله کچه دفاع وکړي.

یو وخت د اوتوا ډیالوګ په نوم درې اړخیز نارسمي مجالس د هند، پاکستان او افغانستان تر منځ و چې په سیاسي اصطلاح ورته Track-II یا غیر رسمي خبرې اترې وایي. د وخت په مهمو سیمه یزو مسایلو باندې ازاد بحثونه کیږي.

البته اکثره وخت د ټرک ټو د مجالسو بحثونه د رسنیو سره نه شریک کیږي. په څو مجالسو کې چې ما برخه اخستلې وه نو دا جوته کیدله چې د پاکستان او هم د هند د هیتونو غړي به د هغوي د پوځ او بهرنیو چارو وزارتونو لخوا ورته معلومات ورکول کیدل چې په کومو موضوعاتو باندې بحثونه وکړي او څه ووایي. په ټرک ټو کې معمولا پخواني دولتي چارواکي، پوځي افسران، اکاډمیک او ځینې وخت د رسنیو استازي هم وي چې بیا هر ځوک خپل نظر او تحلیلونه د خپلو هیوادونو مسوولو چارواکو ته سره شریکوي.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې، سرتاج عزیز د بهرنیو چارو وزیر و. پاکستان، متحده عربي امارات او سعوي یوازني درې هیوادونه و چې طالبان یې په رسمیت پیژندليوو او دوی مجبور و چې د خپلو پالیسو د دفاع لپاره استدلال وکړي.

پروفیسر رسول امین او ملګرو یې چې یوه مجلس کې ور سره ووویل، په ۱۹۹۹زکال کې یو شمیر تعلیمیافته افغانانو او مشهورو څیرو چې په پاکستان کې اوسیدل، د دې زمینه مساعده کړله چې د سرتاج عزیز سره وګوري. کله چې دوی په مجلس کې ورسره ناست و نو سرتاج عزیز دوی ته ویل چې پاکستان د طالبانو حمایت نه کوي.

د دغه ګروپ په استازولۍ چې پروفیسر رسول امین غږیده نو هغه ورته ویلي و چې وزیر صیب! زما په کور کې یو حیوان دی چې هغه په سیاست نه پوهیږي، چې هغه زما ښځه ده ځکه بیسواده ده خو اوس هغه هم په دې پوهیږي چې تاسې د طالبانو ملاتړ کوئ. دا چې سرتاج عزیز د نوښار و او په پښتو ژبه يوهیده نو د امین د دې خبرې په وړاندې یې استدلال نشو کولی نو چوپ پاتې شو. د امین صیب ملګرو راته ویل چې د دې خبرې نه وروسته سرتاج عزیز هیڅ بله خبره ونه کړه او مجلس غلی شو او همداسې ټول ترې ووتو.

دا چې طالبان په دویم ځل بیا د قدرت واګي ونیولی، پاکستان تر اوسه په رسمیت نه دي پیژندلي او کوښښ کوي چې په مجموعي توګه یې ډیر هیوادونه په رسمیت وپیژني تر څو پاکستان بیا د تېر په څیر په نړیواله او سیمه ییزه کچه د طالبانو نه د دفاع په هکله له ستونځو سره مخامخ نشي.

حال دا چې ټول پوهیږي چې پاکستان پخوا او اوس هم د طالبانو حمایت کوي. کله کله د دوی د دیپلوماتانو او چارواکو نه داسې څرګندونې او عملونه اګاه او یا نااګاه څرګندیږي چې ګوندې طالبان د دوی په واک کې دي او دوی یې په نړیواله کچه استازولي کوي. خو بیا کله داسې ښیي چې دوی په طالبانو کنترول نه لري.

کله کله لفظي او یا د فرضي کرښو په امتداد زرګري جنګونه کوي او ببانې ورکوي خو تر اوسه دا معلومه نه ده چې د طالبانو او د پاکستان ترمنځ اختلافات ستراتیژیک دي که زرګري جنګونه.

طالبان هم کوښښ کوي چې په ځینو زرګري بیانیو او پيښو داسې وانمود کړي چې دوی له پاکستان سره اختلاف لري او د هغوی پالیسي نه تعقیبوي. حال دا چې اصلي مسله داسې نه ده.

تاسي ګورئ چې د کندهار والي د بهرنیو چارو د وزیر رول لوبوي او پاکستان ته سفر کوي تر څو د طالبانو او پاکستان اړیکي ښه کړي. دلته سوال دا دی چې د بهرنیو چارو د وزیر رول څه دی؟ یا کندهار او کابل دوه جلا پایتختونه دي؟ یا د پاکستان ملایان چې طالبان یې شاګردان دي، افغانستان ته سفرونه کوي او طالبانو ته هدایتونه ورکوي.

په نورو برخو کې د طالبانو او پاکستان د روابطو دلته بحث نه کوم خو دا قصه راته د سرتاج عزیز د مړینې له امله راپه یاد شوله.

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د ایران په کرمان کې د دوو چاودنو د وژل شویو شمېر ۵۳ او د ټپیانو شمېر ۷۱ ته ورسېد

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۸ GMT+۰
 د ایران په کرمان کې د دوو چاودنو د وژل شویو شمېر ۵۳ او د ټپیانو شمېر ۷۱ ته ورسېد
100%

د ایران د بېړنیو پېښو د ادارې ویاند ویلي، چې دغه چاودنې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین په مناسبت د قاسم سلیماني د ښخولو ځای «ګلزار شهدای کرمان» ته څېرمه شوې دي.

د بېړنیو پېښو ادارې ویاند زیاتوي، چې په دغو چاودنو کې تر دې مهاله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳ او د ټپیانو شمېر ۷۱ تنو ته رسېدلی دی.

بل خوا د د کرمان د والي سیاسي مرستیال دا پېښه "ترهګریزه" بللې او هغه تسنیم خبري اژانس ته ویلي چې په مراسمو کې دوه بمونه چاودلي دي.


له ۹ کلونو وروسته سعودي عربستان ته د عمرې لپاره د ايرانیانو لومړی سفر لغوه شو

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۳۱ GMT+۰
له ۹ کلونو وروسته سعودي عربستان ته د عمرې لپاره د ايرانیانو لومړی سفر لغوه شو
100%

ټاکل شوې وه، چې د ايراني حاجيانو لومړۍ ډله د چهارشنبې په سهار د تهران او رياض تر منځ د ډېيلوماتيکو اړيکو له ماتېدو ۹ کاله وروسته تر سره شي؛ خو د سعودي عربستان له خوا الوتنې ته د اجازې نه ورکولو له امله د ايرانيانو د عمرې سفر لغوه شو.

له دې مخکې اعلان شوی و، چې د ایران د اسلامي جمهوريت هوايي شرکت به د حج عمرې لپاره د ورځي دوې الوتني ولري.

سعودي عربستان ته د ۳۰ زره ايرانيانو د لېږولو لپاره چمتوالی نيول شوی دی.

پر همدې مهال د هماصبح هوايي شرکت ویاند حسام قربانعلي د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د ایران د اسلامي جمهوريت الوتکه « د ضروري اجازې د نه ترلاسه کولو» له کبله نه شي کولی سعودي عربستان او د جدې هوايي ډکر ته لاړه شي.

یو ساعت وروسته د کلتور او اسلامي ارشاد وزير محمد مهدي اسماعيلي د الوتنو د ځنډ لامل د دواړو هېوادونو د هوايي چلند د ادارو ترمنځ «تخنيکي ستونزه» وبلله او زياته يې کړه، چې ستونزه جدي نه ده.

د ایران چارواکو له دې مخکې اعلان کړی و، چې د ایران د عمرې حاجیان به د ډسمبر له دیارلسمې نېټې د ۱۱ هوایي ډګرونو له لارې سعودي عربستان ته ځي.

له ۱۳۹۴ کال راهيسي د عمرې د بندېدو او د تهران او رياض تر منځ له لانجې وروسته شاوخوا شپږ میليونه ايرانيان د عمرې بيا پیلېدو ته په تمه وو.

د حج او ارشاد وزير ژمنه کړې وه، چې د ۱۴۰۳ کال د حج له مراسمو مخکې به شاوخوا ۴۰۰ زره کسان عمرې ته ځي.

ایران اسلامي جمهوريت له خپل تاسیس راهیسې له سعودي عربستان سره نېږدې او ډېرې اړيکې نه لري او په وروستيو کلونو کې په سيمه او په ځانګړې توګه یمن کې يې له شيعه ملېشو ډلو د ملاتړ له کبله له رياض سره اړيکې ترينګلې شوې دي.

تهران او ریاض د تېر کال په مارچ میاشت کې له اوو کلونو خرابو اړیکو وروسته د ډېپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو هوکړې ته ورسېدل.

دغه موافقه د چين په منځګړيتوب او بیجینګ ته د ایران د اسلامي جمهوريت د ملې امنيت د عالي شورا د پخواني منشي علي شمخاني د سفر پر مهال شوې ده.

دا په داسي حال کې ده، چې د دواړو هېوادونو سفارتونه بيا پرانيستل شوي او ټاکل شوې، چې ابرهيم رييسي به ډېر ژر سعودي عربستان ته سفر وکړي.