د اسلام اباد سترې محکمې د پلازمینې پولیسو ته سپارښتنه کړې، چې بلوڅ معترضان دې نه ځوروي

د اسلام اباد سترې محکمې د پلازمېنې پوليسو ته سپارښتنه کړې، چې بلوڅ معترضان دې نه ځوروي. قاضي محسن اختر کياني ویلي دي، که قانون واکمن وای؛ نو دوی به له بلوچستانه دلته نه وای راغلي.