ريچارد بېنېټ په کابل کې د «بې حجابۍ» په تور د نیول شویو نجونو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په اېکس پاڼه لیکلي، په کابل کې د "بې حجابۍ" په تور د ښځو وروستي نیول چې د طالبانو لهخوا منل شوي، په خواشینۍ سره د ښځو او د بیان پر ازادۍ نور محدودیتونه وضعه کوي او ورسره نور حقونه تر پښو لاندې کېږي.