د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د کرمان بریدونه وغندل

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د ایران په کرمان ښار کې دغه « ترهګریز بزدلانه برید» غندلی. دغې شورا ټینګار کړی، چې «ترهګري په هره بڼه د نړۍوال امنیت او سولې لپاره یو له جدي ګواښونو څخه ده.»