افغان مېرمنو د ملګرو ملتونو استازې د طالبانو له‌خوا د زده‌کړو بندیز په عادي کولو تورنه کړه

څه باندې ۷۰ تنو افغان مېرمنو په اسلامي مدرسو کې د افغان نجونو د زده‌کړې په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د وروستیو څرګندونو په وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته یو پرانیستی لیک استولی.