د بښنې نړۍوال سازمان: د طالبانو لهخوا د ښځو ځپل باید ودرول شي

د بښنې نړۍوال سازمان په کابل کې د طالبانو لهخوا د «بد حجابۍ» په تور د نجونو نیولو ته غبرګون ښودلی. دغه سازمان په اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو لهخوا د «بد حجابۍ» په تور د نجونو خپلسرې نیونه په افغانستان کې د ښځو د حرکت او بیان له ازادۍ څخه یوه بله سرغړونه ده.