یوې معترضې مېرمنې د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته ځان وواژه

د افغانستان د ښځو د پیوستون غورځنک منلې، چې د دوی یوې غړې په کندز ولایت کې ځان وژلی. د ښځو د حقونو د ډلې چارواکو ویلي، چې ۲۱ کلنه بي‌بي ګل د طالبانو د واکمنۍ په پیل کې بندۍ شوې وه او له خوشې کېدو وروسته یې «تل د ځان وژنې په اړه فکر کاوه.»