معترضې مېرمنې د نیول شویو ښځو په اړه: موږ د دغو ښځو او د دوی د کورنیو د ځپلو شاهدان یو

افغان معترضو مېرمنو د طالبانو له‌خوا د «بې حجابۍ» په تور د ښځو او نجونو د نیونې په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دوی وایي، په دې وروستیو کې طالبانو په کابل او غزني ولایت کې یوشمېر ښځې او کم عمره نجونې د «بې حجابۍ» په تور نیولې او دوی یې ناڅرګنده ځای ته بېولې دي.