• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

غبرګونونه؛ کابل ته د ملا فضل الرحمان سفر د طالبانو د خوښۍ او د مخالفینو د غوسې لامل شوی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۹ GMT+۰

د یو شمېر افغانانو له سختو غبرګونونو سره - سره د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) نېټه د یوه پلاوي په مشري کابل ته ورسېد. کابل ته د طالبانو د دغه خواخوږي سفر د ټولنیزو رسنیو د کارکوونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د نوموړي له راتګ سره سم په خواله رسنیو کې د خپرو شویو ویډيوګانو له مخې لیدل کیږي، چې ارګ ته تلونکې لارې بندې او د کابل په شاوخوا سیمو کې سختې امنیتي تابیاوې نیول شوې وې.
طالب چارواکو د نوموړي په راتګ د خوښۍ په څرګندولو سره د هغه تود هر کلی وکړ.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر کابل ته په رسېدو سره په سپیدار ماڼۍ کې د رییس الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، چې مولانا فضل الرحمن په سیمه کې یو منل شوی سیاستوال او د افغانستان او پاکستان له حالاتو با خبره شخصیت دی.
مولانا فضل الرحمن چې په پاکستان کې د افغان طالبانو له مهمو ملاتړو بلل کېږي؛ تر دې مخکې ویلي وو، چې د نورو طالب چارواکو ترڅنګ به په کندهار کې د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره هم وګوري.
تر اوسه روښانه نه ده، چې له هبت الله سره به د نوموړي لیدنه وشي او که نه او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا بیا د نوموړي دغه سفر د یو شمېر افغان سیاستوالو، لیکوالانو او عامو خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.
د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «کابل ته د هغو څېرو راتګ چې د افغانستان په ۵۰ کلن ناورین کې یې ژور رول لوبولی، د اصیلو افغانانو لپاره پیغور دی.»
له دې سره؛ افغان لیکوال عصمت الله قانع بیا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: « ددين د مارکيټ دغه مردار خور دلال رد کړئ، کابل ته د دغه خړن او حيوان صفته مذهبي دلال د راتګ په مقابل کې د ملي نفرت اظهار وکړئ.»

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال بیا لیکلي، چې پاکستاني سیاسي- استخباراتي ملایانو ته «مولانا» مه کاروئ!

نوموړی زیاتوي، چې «مولا» په عربي کې د خاوند، څښتن، بادار، سرپرست او مالک په معنا دی.

هغه ویلي: "ناظم الاطباء يې مطلق بادار بولي، چې دا نور یې غلامان وي. «نا» = زموږ مولانا یعنې زموږ بادار او موږ یې مرییان. دا نوم سیاسي دی. بس «ملا» کافي ده."
د مولانا فضل الرحمان سفر په داسې حال کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی، چې نوموړي پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت مخکې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې جهاد فرض دی.
نوموړي ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د طالب چارواکو له خوا بلنه ورکړل شوه.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په پاکستان کې له وروستیو ناامنیو وروسته هغه وخت ترینګلې شوې، چې د پاکستاني چارواکو د ادعا له مخې؛ طالبانو په افغانستان کې د ټي ټي پي غړو ته ځای ورکړی .
طالبانو بیا تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د ننګرهار پوهنتون د ټولو ډېپارټمینټونو له مشرانو د دیني زدکړو ازموینه اخیستې

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د ننګرهار پوهنتون د ارشاد، حج او اقافو امریت او د امر بالمعروف غړو د دغه پوهنتون د ټولو پوهنځیو د څانګو له امرینو ازموینه اخیستې، د استادانو د سلیقې او فکري تړاو په اړه یې ترې معلومات غوښتي. د دوی د امر له مخې هر سهار استادان مجبور دي، چې د دیني زدکړو کورس تعقیب کړي.

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي یوه استاد د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نېږدې میاشت وړاندې د ننګرهار د امر بالمعروف ریاست او د ننګرهار پوهنتون د ارشاد، حج او اوقافو امریت یو شمېر محتسبین طب پوهنځي ته ورغلي او د دې پوهنځي د ډیپارټمنټونو له امرینو څخه یې د دوی د زدکړو په اړه معلومات غوښتي او د لمونځ، جنازې، کلیمو او یو شمېر احادیثو ازموینه یې ترې اخیستې ده.

دغه استاد زیاتوي: “ د خواشینۍ ځای بیا دا دی، چې د ډیپارټمینټ امرین چې اکثره یې پوهاندان دي، یو کوچني هلک چې یوازې ږیره یې پرېښې او پګړۍ یې وهلې ترې ازموینه واخیسته، کېدای شي زدکړې یې هم نه وي کړې؛ خو زموږ له هغو استادانو يې چې خپل ټول عمر یې په زدکړو کې تېر کړی ازموینه واخیسته”.

د ننګرهار د تعلیم او تربیې پوهنځي د یوه ډیپارټمینټ امر او استاد د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د یاد پوهنځي د ټولو څانګو له امرینو سره د امربالمعروف ریاست او د پوهنتون د ارشاد، حج او اوقافو امریت له ازموینې ورسته مرکه کړې ده.

دغه استاد وايي: “ که څه هم د دغې مرکې شکل د ازموینې نه و؛ خو پوښتنې یې کټ مټ لکه د یوې ازموینې وې او له موږ وپوښتل شول، چې کوم استاد په دیني مسایلو نه پوهېږي په اړه یې باید معلومات ورکړو او هغه استادان چې سیکولر دي د هغوی په اړه هم باید معلومات ورکړو”.

دغه استاد وايي، چې د ننګرهار پوهنتون د ارشاد، حج او اوقافو امریت غړو ورته ویلي، چې ټول استادان باید ږیره پرېږدي او په اسلامي اصولو ځان برابر کړي.

همدا راز د ننګرهار پوهنتون د زراعت پوهنځي یوه استاد هم افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه، چې د ارشاد، حج او اوقافو د امریت او د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د غړو له خوا د دغه پوهنځي د ټولو ډیپارټمینټونو له مشرانو سره ځانګړې ناستې شوې، چې په دغو ناستو کې له ټولو د دیني اصولو او طالبي سلیقې په باب پوښتنې او سپارښتنې شوې دي.

نوموړي وايي: “دا چاره نه یوازې دا چې دغو استادانو او امرینو ته سپکاوی دی، بلکې طالبان پر دوی فشار راوړي، چې د استادانو په اړه هم معلومات ورکړي، چې کوم یو یې د طالبي سلیقې خلاف دی”.

د دغه استاد په خبره، چې د ارشاد، حج او اوقافو امریت او د طالبانو د امر بالمعروف ریاست محتسبینو د ډیپارټمینټونو له امرینو څخه د هغوی د اړوند استادانو د ټولنیزو رسنیو معلومات هم غوښتي دي.

د یادې موضوع په تړاو مو د ننګرهار پوهنتون رییس وپوښت؛ خو له پرلپسې اړیکو نیولو او پیغامونو هم نوموړي د افغانستان انټرنشنل – پښتو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا لومړی ځل نه دی، چې په یوه علمي چاپیریال کې دا ډول چاره ترسره کیږي، له دې وړاندې په پام کې وه، چې د امر بالمعروف چارواکي د خوست ولایت له ټولو ښوونکو څخه ازموینه واخلي.

وروسته له هغې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دغې ډلې د لوړو زدکړو وزارت په چوکاټ کې د ارشاد، حج او اوقافو یو ځانګړی ریاست جوړ کړ.

دغه ریاست په ټولو پوهنتونونو کې ځانګړي امریتونه لري، چې له درسي بهیر څخه څارنه کوي او همداراز د استادانو او محصلانو ظاهري سلیقه هم څاري، هغه استادان او محصلان چې ظاهري بڼه یې په طالبي سلیقې نه وي برابره د دوی له خوا ورته د درېیو ځلونو لپاه سپارښتنه کیږي.

همداراز تېر کال د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت په یوه مکتوب کې له ټولو پوهنتونونو څخه غوښتي وو، چې د استادانو د ترفېع، د علمي اثر د موضوع انتخاب او تبدیلۍ پرمهال اړتیا ده، چې د هغوی د شهرت په اړه دغه وزارت ته معلومات ورکړل شي.

مکتوب کې دا هم ویل شوي وو، چې د هغو استادانو معلومات دې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ته ور ولېږي، چې د تېر نظام سیاسي یا نظامي برخه کې یې مسوولیت درلود، د طالبانو د وسلوالو پر ضد یې همکاري کړې او د هغوی د ځورونې لامل شوي دي.

ایراني چارواکي: د کرمان چاودنو کې ۱۴ افغانان وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د ایران د کډوالۍ ملي ادارې مشر وايي، د کرمان د تېرې اونۍ په چاودنو کې ۱۴ افغانان وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي. دا چاودنې د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني تلین کې وشوې چې له امله یې تر ۹۰ ډېر کسان ووژل او تر ۲۵۰ ټپیان شول.

پخوان د ایران چارواکو په دې چاودنو کې د ۱۲ افغانانو د مړینې خبر ور کړی و، خو د یکشنبې په ورځ د ایران د کډوالۍ ملي ادارې مشر محمد جلالي فرد وویل، چې دې پېښه کې پر ۱۴ افغانانو سربېره ۱۹ ټپیان هم دي.

د هغه په خبره، نور ټپیان رخصت شوي، یوازې شپږ لا هم روغتون کې دي.

که څه هم د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو امریکا چارواکي د خپلو استخباراتو له خولې وايي چې دغه برید په افغانستان کې فعالې داعش ډلې کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي چارواکو دا څرګندونې رد کړې دي او دې ډلې ته نږدې المرصاد رسنۍ هم ویلي چې د ایران د وروستیو چاودنو بریدګر له تاجکستانه دغه هېواد ته تللي دي.

په افغانستان کې د داعش پخوانی مشر عبدالرحیم مسلم دوست وايي، «د ایران د کرمان بریدګر له تاجکستانه د پاکستان له لارې ایران ته رسېدلی و.»

عبدالرحیم مسلم دوست خپل ټوېټر کې زیاتوي، «داعش اوس په افغانستان او سیمه کې تبلیغاتي حضور لري. فزیکي حضور نه لري.»

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا په ګډون د دغه هېواد مختلفو اژانسونو او رسنیو د مسلم دوست دا خبر خپور کړی دی.

ایراني چارواکي هم وايي، چې تېره چارشنبه د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني څلورم تلین کې له دوو بریدګرو یو تاجکستانی و.

ترکيه کې ۱۶ کلن افغان « له پلار سره لانجه پسې کور ته اور اچولی او د خور د مړینې لامل شوی»

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۳۴ GMT+۰

د ترکیې په مانیسای ښار کې یو افغان ځلموټي له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته خپل کور ته اور ورته کړی او د خپلې ۱۲ کلنې خور د مړینې لامل شوی. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې په دغه اور کې د دې کورنۍ درې نور غړي هم ټپيان شوي دي.

د مانیسا ښار سیمه ییزو رسنیو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶) خبر ورکړ، چې د پلار او زوی تر منځ تر لفظي شخړې وروسته دغه ځوان د خپلې ۱۲ کلنې خور کوټه په ګازو سره سوځولې ده.

ترکي رسنيو ويلي، چې طبې ډلو دغه پېغلوټې او درې نور ټپيان روغتون ته یووړل، خو له ټولو طبي امکاناتو او هڅو سره ـ سره نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د راپورنو له مخې په لومړنيو بيانونو کې شکمن کس او د هغه مور او پلار د پېښې د رامنځ ته کېدو اصلي لامل پټ ساتلی و، خو تر پلټنو وروسته معلومه شوه، چې اور د دوی د ۱۶ کلن زوی کار و.

د ترکيې پوليسو ويلي، چې د دې ځوان او د هغه د مور او پلار د ناسمو څرګندونو له امله پلټنې پيل شوې دي.

د راپورونو له مخې دا پېښه نږدې میاشت مخکې د مانيسا ښار د ديني – هارماندالي کلي کې شوې.

د پېښي په اړه د ترکيې د پوليسو پلټني دوام لري او تر اوسه لا د پلار او زوی ترمنځ د لفظي شخړې اصلې انګېزه معلومه نه ده.

د داعش پخوانی مشر: د کرمان بریدګر د پاکستان له لارې ایران ته رسېدلی و

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۹ GMT+۰

په افغانستان کې د داعش پخوانی مشر عبدالرحیم مسلم دوست وايي، «د ایران د کرمان بریدګر له تاجکستانه د پاکستان له لارې د تېر ډیسمبر پر ۱۳ ایران ته رسېدلی و.» د ایران کرمان کې تېره چارشنبه د قاسم سلیماني څلورم تلین کې د برید له امله تر درې سوو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو امریکايي چارواکي د خپلو استخباراتو له خولې وايي چې دغه برید په افغانستان کې فعالې داعش ډلې کړی دی.

خو عبدالرحیم مسلم دوست خپل ټوېټر کې زیاتوي، «داعش اوس په افغانستان او سیمه کې تبلیغاتي حضور لري. فزیکي حضور نه لري.»

د نوموړي په خبره: «د پاکستان او تاجکستان په ګډون څو نور استخباراتي ګروپونه ځانګړي کسان کاروي او د خپلو موخو لپاره د داعش نوم ورکوي.»

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا په ګډون د دغه هېواد مختلفو اژانسونو او رسنیو د مسلم دوست دا خبر خپور کړی دی.

ایراني چارواکي هم وايي، چې تېره چارشنبه د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني څلورم تلین کې له دوو بریدګرو یو تاجکستانی و.

په دغه برید کې د ۱۲ افغانانو په ګډون تر ۹۰ ډېر کسان ووژل او تر ۲۵۰ ټپیان شول.

طالبانو ته نږدې المرصاد رسنۍ هم وايي، د ایران د کرمان برید دوو تاجکستانیانو کړی دی.

المرصاد پرون په یوه لیکنه کې زیاتوي، «دا ډله د ځانمرګو بریدونو لپاره زیات افراد له تاجکستان استخداموي او په افغانستان او سیمه کې ټول بریدونه اوس له افغانستانه بهر تنظیمېږي.»

د المرصاد دا ادعا په داسې حال ده چې پرون هم داعش د کابل دشت برچي کې پر کاسټر موټر د برید مسوولیت ومانه.

طالبان وايي دې برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي، خو یوناما وايي، تر ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما: د دشت برچي په چاودنه کې ۲۵ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۴ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، د کابل په دشت برچي کې د پرونۍ چاودنې له امله ۲۵ هزاروو ته مرګ ژوبه اوښتې ده. دا اداره نن د ملکي کسانو د هدفي وژنو د پایته رسیدو، د هزاره ګانو پر پراخ خوندیتوب او د دغو پيښو د عاملینو د حساب ور کولو غوښتنه کوي.

د کابل ښار په شپږمه ناحیه دشت برچي کې پرون ماښآم د مسافرو په یوه بس موټر چاودنه وشوه.
ددغې پيښې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځډران پرون ویلي، چې په دغه چاودنه کې دوه ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ ټپيان شوي دي.

نوموړي نن بیا دې پېښه کې د پنځو کسانو د مړینې او ۱۵ نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

د نوموړي په خبره، د پيښې په اړه پلټنې روانې دي.