د طالبانو له ویاند وروسته بل طالب چارواکي هم ومنله چې کابل کې یې یو شمېر ښځې نیولې دي

احسان الله ثاقب چې د کابل ښار د ١٨مې امنيتي حوزې امر دى، پرون یې (د مرغومي ١٩مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په دې وروستیو کې یې د کابل ښار يو شمېر ښځې او نجونې د «بې حجابۍ» په تور نیولې دي.