ذبیح الله مجاهد: د ښځو د نیونو په اړه د یوناما اندېښنه بې ځایه ده

د طالبانو ویاند په افغانستان کې د حجاب په مورد له ښځو سره د دې ډلې د ناوړه چلند په اړه د یوناما اندیښنه ناسمه بللې ده. ذبیح الله مجاهد زیاتوي: “ افغان مېرمنې په خپله حجاب مراعاتوي، زور زیاتي ته اړتیا نه لري او د امربالمعروف له خوا هم له چاسره زور زیاتی نه دی شوی.”