د طالبانو کډوالو چارو وزارت: سلګونه کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

د طالبانو کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۲۰مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۴۳۷ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول. د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د راپور له مخې، ۴۹ کورنۍ چې ټولټال ۲۳۱ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه کړای شوي.