‏د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: له پاکستانه تر ۲۰۰ ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړای شول

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۲۶مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۲۴۳ کډوال هېواد ته ستانه شول. ‏د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۲۹ کورنۍ چې ټولټال ۱۴۰ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړای شوې دي.