پاکستان ایران ته: زموږ پر هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا تیری به بدې پایلې ولري

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ایران له لوري د دغه هیواد پر هوایي حریم او خاوره تیری غندلی او ګوتڅنډنه یې کړې چې دغه برید به بدې پایلې ولري. ویل کېږي، چې دغه بریدونه تېره ورځ ناوخته د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه شوي دي.