د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د 'بې حجابۍ' په تور د طالبانو له‌خوا د نجونو نیونه وغندله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «بې حجابۍ» په تور د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو نیول غندلي دي. د دغه وزارت ویاند متیو مېلر وویل: «موږ شاهدان یو، چې طالبانو په دې وروستیو کې د ښځو په وړاندې د اندېښنې وړ ګامونه اخیستي .»