د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله لس ورځې وروسته له سریلانکا سره ۷ لوبې تر سره کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، افغان ملي لوبډله په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د سریلانکا له ملي لوبډلې سره یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کوي.