متحده عربي اماراتو کې د هند سفارت د جمهوريت ورځې په لمانځغونډه کې د طالبانو سفیر هم وربللی

هندي رسنیو راپور ورکړی، هند د افغانستان له اړخه د طالبانو شارژدافیر بدرالدین حقاني ته بلنه ورکړې چې د دغه هېواد د جمهوریت د ورځې په لمانځغونډه کې برخه واخلي. دغه لمانځغونډه په ابوظبي کې د هند سفارت له‌خوا ترسره کېږي.