امریکا په عراق کې د ایران پر ملاتړ وسله والو ملېشو هوايي بریدونه کړي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام په عراق کې د کتائب حزب الله او څو ایراني وسله والو ملېشو په مرکزونو د هوايي برید خبر ورکړی. په دغو بریدونو کې د کتائب حزب الله مرکزونه، ګودامونه او د روزنې ځایونه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو له لوري په نښه شول.