د اوکراین پر ښارونو د روسیې د توغندیزو بریدونو په پایله کې '۱۸ تنه' وژل شوي دي

د اوکراین ولسمشر اعلان وکړ، چې پر کیف او د دغه هېواد په مرکزي او سویلي سیمو د روسیې د بریدونو له امله ۱۸ کسه وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان دي. ولودیمیر زلنسکي وویل، په دغو بریدونو کې ۲۰۰ ودانۍ ویجاړې شوې، چې له ډلې یې ۱۳۹ د استوګنې کورونه وو.