ماهرنګ بلوڅ: موږ له لومړۍ ورځې په دې پوهېدو، چې له اسلام اباده به انصاف ترلاسه نه کړو

په اسلام اباد کې د یوې میاشتې احتجاجي ناستې وروسته د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د تربت لانګ مارچ ګډونوال د پنجشنبې په ورځ کویټې ته ورسېدل. د بلوچستان پوهنتون ته څېرمه په سریاب سیمه کې د زدهکړیالانو او ښځو په ګډون زرګونو کسانو د لاریون کوونکو تود هرکلی وکړ.