د ۱۹کلنو کرېکټ نړۍوال جام؛ افغانستان نن د نېپال پر وړاندې لوبېږي

د نولس کلنو کرېکټ نړۍوال جام سیالیو پر دوام نن افغانستان په خپلې درېیمه لوبه کې د نېپال لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. دغه لوبه نن د کابل په وخت ماسپښین ۱۲:۳۰ بجې په بفالو پارک لوبغالي کې پیلېږي.