په روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر نږدې ۲۶ زرو ته لوړ شو

د فلسطین د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ ( د سلواغې ۵مه) اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۵۰ فلسطینیان په خان یونس کې وژل شوي دي. د دغه وزارت د اعلان سره سم، پر غزې د اسراییل د برید له پیله تر دې مهاله ۲۵ زره او ۹۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.