• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شننه؛ د نوې لویې لوبې قرباني ولسونه

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۰

شیخ ادریس ملا، چې بېرته ستون شو، نو په شکرونو یې وویل: «الحمدلله! افغانستان نه ده، بس یوه لویه مدرسه ده! ما چارواکو ته وویل، چې مدرسې ډېرې کړئ، ډېرکم عصري تعلیم ته هم اجازه ورکړئ»

انګریز د امیرعبدالرحمن خان پرمهال، چې ډيورند تړون یې پرې ورتاپه، ډېر ټينګار په قبایلي سیمو په تېره بیا وزیرستان باندې کاوه، دا سیمه یې په کار وه. هغه مهال څوک پرې پوهېدلای نه شو، چې ولې او څه ته یې په کار ده؟

قبایلو نه غوښتل له پلرنۍ خاورې(افغانستان) څخه بېل شي، بغاوت یې پیل کړ، خو له بده مرغه د انګریزي ځپونکیو ګوزارونو ترڅنګ د مستبد امیر ګواښ ډېر ناهیلي کړل، چې ورته ویل یې: هرچا چې د ډیورند کرښې په وړاندې بغاوت وکړ، زه به یې وځپم. قبایل د ډار خلک نه وو، خو ناهیلي بده بلا ده.

سل و دېرش کاله د FCR تر ظالمانه او د منځنیو پېړیو قانون لاندې دغه سیمه په ریښتیا «ياغیستان» شوه. انګریزانو په دې سیمه د (یاغیستان، No Go Area ، علاقه غیر) او نور نومونه کېښول، له ښوونځي و پوهنځي یې لرې وساتل، محروم، وږي او له دونیا بېخبره. وروسته یې استخباراتي مدرسې په کې جوړې کړې او د سړې جګړې په کلونو کې یې له باروتو، وسلو او وحشت څخه مالامال کړه.پوره یوسلو څو کاله روسته خلک پوه شول، چې دا سیمه ولې داسې ساتل شوې وه؟

د سړې جګړې (اټومي فضلات) باید دلته ځای پرځای شوي وای. ټول پنجابیان، عرب، تاجیک، چیچینیان،تورکتوکمي (دمنځنۍاسیا یاغیان)، چینايي ایغور او پاکیستاني افراطي انسانوژونکي یې همدلته راټول کړل، چې خپل سیمه‌ییز سیالان پرې وداړي یا لږ ترلږه پرې ویې ویروئ.

پاکیستاني پوځ په تېرو شلو کلونو کې پاکیستاني ولس ته د ډېرو اقتصادي- حیثیتي زیانونو په اړولو له دغه پلان څخه ستراتيژيکه ګټه پورته کړه. دوی نه یوازې ټوله قبایلي سیمه لاندې کړه، بلکې افغانستان یې هم راوپرځاوه او بیا یې دغه ډلې په کې ځای پرځای کړې، چې اوس سیمه او نړۍ ترې اندېښمنه ده.

په تېرو شلو کلونو کې قبایلي سیمې او بلوچستان تر داسې تاریخي تاوتریخوالي لاندې راغلل، چې تاریخ یې ساری لیدلی نه دی. په زرګونو پښتانه و بلوڅان ووژل شول. په لسګونو زره ورک و بېځایه کړای شول. کلي و بازارونه یې ویجاړ شول او درې نسله یې له عصري پوهنو لرې، متشدد او وسله پر غاړه رالوی شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۲۱ کال د پېښور غونډې انځور
100%
د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۲۱ کال د پېښور غونډې انځور

په قبایلي سیمو کې د پښتونژغورنې غورځنګ وځپل شو، مشران یې جیلونو ته وغورځېدل او د بلوڅ مېرمنو پرلت یې همدا نن په وچ زور پای ته ورساوه.

ماه‌رنګ بلوڅ د بلوڅ مېرمنو یو لوی لښکر راخوځولوی و، چې د خپلو ورکو وروڼو، بچیانو، خاوندانو او عزیزانو پوښتنه وکړي.پوځیانو دغه ښځینه مدني لښکر بد بد وځاپه. ډېرې بلوڅې مېرمنې ووهل شوې، ماه‌رنګ ونیول شوه او تر ډېر ربړ و ځور روسته یې بېرته تش لاس بلوچستان ته رخصت کړې. بېرته په بلوچستان کې د ماه‌رنګ بلوچ عظیم او بې‌ساري هرکلي وښوده، چې بلوڅ ولس درېدلی دی او ښايي نور یې هېڅ ځواک پرځای کېناستلو ته اړ نه کړای شي.

د ماه رنګ بلوڅ په مشرۍ په اسلام اباد کې د بلوڅو مېرمنو د پرلت انځور
100%
د ماه رنګ بلوڅ په مشرۍ په اسلام اباد کې د بلوڅو مېرمنو د پرلت انځور

ان که د سیمې دوه هېوادونه یې د ترهګرو د ځپلو په نامه د ښځو او ماشومانو د وژلو او بمبارولو زرګري ډرامه هم جوړه کړي.

د بلوڅ ولس یوه برتري دا ده، چې د استخبارتي مدرسو زهر یې بدن ته نه دي ورننوتلي. هغوی د شیخ ادریس شاګردان نه لري. هغه شیخ ادریس، چې په پاکیستان کې ټاکنې فرض عین ګڼي، رایه اچول عبادت شماري او هغوی چې فضل‌رحمان ملا ته رایه ورکوي، د ده په ژبه په حوض کوثر کې به له پیغمبرانو سره یوځای ناست وي.

خو همدا شیخ ادریس خوشاله دی، چې افغانستان په یوه لویه مدرسه بدل شوی، په افغانستان کې رایه ورکول کفر او انتخابات شرک دي.

د نوې لویې لوبې درې‌واړه څپې مخامخ پر افغانستان، قبایلي پښتنو او بلوڅانو راڅرخي:

۱- د یوکراین د جګړې په درشل کې افغانستان سقوط کړای شو.

۲- له چین سره په سیالۍ کې د سي‌پيک پرلار پراته پښتانه او بلوڅان پر سره اور کېنول شوي، هره ورځ بمونه دي او وژنې. له ګوادر رانیولې تر واخان پورې د بلوڅ او پښتانه خاوره په دوزخ اوښتې، په پنجاب و سند کې کراره کراري ده او ښځې یې په جوماتونو کې بربنډې ناڅي. خو پښتون څڼور په پښتون خاصه‌دار وژني او بېرته بیا پښتون څڼور ته بمونه ورتړي، چې پښتنو پولیسو کولمې باد کړي.

پاکیستاني پوځ‌مشر په ښکاره نارې وهي، چې تر یوه اصیل پاکیستاني (پنجابي) څخه به ټول افغانان و بلوڅان ځار کړي.

۳- د منځني ختیځ او حماس د جګړېتاو هم د دواړو هېوادونو په یوه پټه لوبه کې د بلوڅو له وژلو وخوت.

د ۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ کلونو وزیرستان اوس ډېر پراخ شوی دی، ټول افغانستان، ټوله پښتونخوا او ټول بلوچستان په یاغیستان بدل کړای شوي دي. هیڅوک نه پوهیږي، چې څوک د چا لپاره جنګیږي؟ یا جنګول کیږي؟ هيڅوک نه پوهیږي، چې څوک ولې وژل کیږي؟هیڅوک خبر نه دي، چې کومې پوځي ترهګرې ډلې د چا په حکم چا ته بمونه ږدي او هیڅوک نه پوهیږي، چې په دې لویه جغرافیه کې دومره پرېمانه وسلې، مهمات، د جګړې لګښتونه، بمونه و موټر بمونه له کومه راځي؟ څوک یې ورکوي؟ او ولې یې ورکوي؟

په دې جغرافیه کې خلک ډوډۍ نه لري، د ولږې و وزګارۍ چیغې اسمان ته پورته دي، نه ښوونځي شته، نه فابریکه و کرنه، خو وسلې پرېمانه دي، ګولۍ شته او د بمونو او باروتو کمی نه‌شته. امریکايي، روسي او چینايي وسلې دي، چې خلاصېدن نه لري.

پښتانه و بلوڅ یې مخامخ دوښمنان اعلان کړي، نورو قومونو ته یې ترهګرې ډلې له باروتو ور ډکې کړې دي. د شیعه و سني جګړه توده ده. هزاره افغانان په داعش وژني او بیا یې له نورو افغان قومونو سره دوښمنۍ ته هڅوي. تاجیک افراطیون یې د کرمان تر چاودنو ورسول، کیسه همداسې روانه ده.

که افغانان یو د بل په ایمان تللو او تکفیر بوخت نه وای او له بلوڅانو سره یې ستراتيژیک تړون و ملاتړ کړی وای، بلوڅو په خپل سرمچار پاڅون دا ټوله سیمه د انګریزي سرطان له دغې دانې څخه پاکولای شوه.

هی ارمان، چې داسې به ونه شي.

ځکه موږ ته پرېکړې او فتواوې له شیخ ادریس څخه راځي او شیخ ادریس د دین چاړه په لاس کې نیولې، ځان ته مڼې پرې سپینوي او موږ ته یې په خېټه رامنډي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریات په پوره امانتدارۍ خپروي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پولیسو په کراچۍ کې د تحریک انصاف ګوند ۲۵ غړي نیولي دي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۰ GMT+۰

په کراچۍ کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند ځايي مشران وايي، چې پولیسو د دغه ګوند ۲۵ غړي نیولي او د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ورته خنډونه جوړوي؛ خو پولیسو ویلي، چې دغو کسانو پر پولیسو د تیږو ګوزارونه کړي دي.

په کراچۍ کې د تحریک انصاف ګوند ځايي مشرې زهرا ندیم په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان پولیس یې د کمپاین مخه نیسي او د نورو ګوندونو نوماندانو ته د کمپاین اجازه ورکوي.

نوموړې زیاته کړې ده، چې یو شمېر نوماندان په دولتي بودیجه خپل کمپاین کوي او له ټولو دولتي امکاناتو څخه استفاده کوي؛ خو پولیس د دوی د چارو مخنیوی کوي او ۲۵ غړی یې بندیان کړي دي.

د مېرمن ندیم په خبره، چې دوی نن دوشنبه له پولیسو څخه په کراچۍ کې د یوه سوله ییز لاریون لپاره مخکې له مخکې د پولیسو اجازه هم اخیستې وه؛ خو پولیسو د دوی ۲۵ ملګري د لاریون پر مهال نیولي دي.

د ځايي خبریال محمد عارف بلوچ په وینا، چې په لاریون کې د پولیسو او لاریونوالو تر منځ اخ و ډب رامنځته شوی او له هغې وروسته پولیسو دغه کسان نیولي دي.

په ورته وخت کې د کراچۍ پولیسو اعلان کړی، چې د تحریک انصاف ګوند په لاریون کې یې هغه کسان نیولي، چې پر پولیسو یې کاڼي ورول.

پولیسو ویلي، چې د لاریونوالو په ګوزارونو کې لس پولیس زخمیان شوي دي.

له دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سرپرست مشر ویلي وو، چې په ټاکنو د دوی له ګوند سره د مور او مېرې سلوک کیږي.

د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان دا مهال په زندان کې دی او په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د ټېسټ لوبې لپاره د سرېلانکا پر وړاندي لوبډله اعلان کړه

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۳ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د سرېلانکا پر وړاندې د يوې ټېسټ لوبې لپاره د ۱۶ کسيزې افغان لوبډلې نوملړ اعلان کړ. تر دې لوبې وروسته به افغان لوبډله د سرېلانکا سره درې نړۍوالي يو ورځنۍ او درې شل اوريزه لوبې هم ولري.

افغانستان کرېکټ بورډ نن دوشنبه د هغو ۱۶ افغان لوبغاړو نومونه اعلان کړل، چې د سريلانکا سره به په يوه ټيسټ لوبه کې ولوبيږي.

افغان کرېکټ بورډ وايي، چې لوبډله د دې ادارې غوراوي کمېټې ټاکلې او تمه لري، چې مثبته پايله به ورکړي.

د سرېلانکا سره مخ افغان لوبډله به د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ لوبه تر سره کړي.

د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې دغه لوبډله غوره کړې ده: « لوبډلمشر حشمت الله شهيدي، اکرام علي خېل او اسحاق رحيمي ويکيټ ساتونکي، ابراهيم ځدران، رحمت شاه، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهيرشاه محبوب، ناصرجمال، قیس احمد، ظاهرخان پکتين، ضياء الرحمن اکبر، يمين احمدزی، نجات مسعود، سليم ساپی او نويد ځدراڼ.»

د افغانستان او سرېلانکا دغه ټيسټ لوبه به د «فېبروري په ۲ مه» د راتلونکې جمعې په ورځ د سرېلانکا په پلازمېنه کولمبو کې تر سره شي.

افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې تر دې لوبې وروسته به د سرېلانکا سره د درېيو نړۍوالو یو ورځنيو او درې نړۍوالو شل اوریزو لوبو لپاره به هم افغان لوبډلې اعلان شي.

د هوا پېژندنې اداره: د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د واورو، اورښتونو او سیلابونو اټکل شوی

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۷ GMT+۰

د سلواغې نهمه او لسمه د سالنګونو په ګډون د هېواد په یوولسو شمالي او ختیځو ولایتونو کې د واورې ورېدو، تېز اورښت او سیلابونو د پېښېدو اټکل شوی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د هېواد په شمالي ولایتونو بدخشان، تخار، کندز، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپيسا او ختیځو ولایتونو نورستان او لغمان ولایتونو کې د درنې واورې او شدیدو اورښتونو اټکل شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس بیا نن له سهار راهیسې د فیض اباد ـ کشم لاره چې تخار له بدخشان سره نښلوي، د اورښتونو او په درېیو ځایونو کې د سړک د ویجاړېدو له امله د لارې د تړل کېدو خبر ورکوي.

د ځايي مسوولانو په خبره، د لارې د پرانېستلو لپاره هڅې پیل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد ډېری برخې وچکالۍ ځپلي دي او یو شمېر هېوادوال د واورې او باران اورېدل د کرنیزو محصولاتو د زیاتېدو لپاره ګټور ګڼي او په دې باور دي، چې اورښتونه به هېواد له وچکالۍ څخه خلاص کړي.
تېره ورځ د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سږکال لومړۍ واوره وشوه.
له یوې خوا ځیني هېوادوال او باغ لرونکي ورته خوشاله دي او له بلې خوا بیا هغه کورنۍ چې له ناوړه اقتصادي ستونزو سره مخ دي د سون توکو له لوړو بیو شکایت کوي.
د یادولو ده، چې مرستندویه نړۍوالو ادارو بیا سږکال ژمی په افغانستان کې د انساني ناورین خبرداری ورکړی.

د ایران استازي په افغانستان کې له تبعیض پرته پر حکومت او ښه ګاونډیتوب ټینګار وکړ

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي د کابل په ناسته کې "په افغانستان کې له تبعیض پرته پر واکمنۍ" او له ګاونډیانو سره په ښه ګاونډیتوب او هماهنګۍ ټینګار وکړ.

حسن کاظمي قمي وویل؛ که دغه دوه بنسټیزې برخې د ناستې په اعلامیه کې منعکسې شي، د سیمې او نړۍ له خوا به یې هر کلی وشي.

کاظمي قمي په کابل کې د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د ابتکار په غونډه کې خوښي څرګنده کړه، چې دا غونډه په هغه وړاندیز سره ترسره شوه چې تهران د مسکو په غونډه کې وړاندې کړی وه.

هغه وویل؛ هیله لري چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته د درناوي په ترڅ کې د نړۍوالتوب او په نړۍ کې د ګډون لپاره یو "خوندي دهلیز" پرانیستل شي.

د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار غونډه د دوشنبې په ماښام په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې پیل شوه.

دغه غونډه چې ټاکل شوې وه؛ د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې پيل شي، څو ساعته ناوخته د کابل پر وخت د مازیګر په ٤:٣٠ بجو پيل شوه.

دا لومړی ځل دی، چې طالبان په کابل کې د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د سفیرانو او ځانګړو استازو په حضور کې د یوې سیمه ییزې ناستې کوربه توب کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د هېوادونو له استازو غوښتي چې د دوحې په ناسته کې دې نړۍ ته "عیني حقایق" وړاندې کړي.

امیرخان متقي د سیمې د ۱۱ هېوادونو استازو ته وویل، چې افغانستان د یوناما په شتون سره د ملګرو ملتونو نوي همغږي کوونکي ته اړتیا نه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د "افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ایتکار" په غونډه کې د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره د دې ډلې مخالفت بیا تکرار کړ او ویې ویل چې د دغې ډلې حکومت چمتو دی او د ګډو مسایلو او اندېښنو د مطرح کولو ظرفیت لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په خپل ۲۷۲۱ (۲۰۲۳) پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته سپارښتنه کړې، چې یو نوی استازی وټاکي چې د بین الافغاني خبرو اترو او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.

په داسې حال کې چې د وسله والو طالبانو مخالفو وسله والو د دې پرېکړې هرکلی کړی؛ خو طالبانو ویلي چې د یوناما په موجودیت سره د افغانستان لپاره د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نه شته.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم په کابل کې د سیمې د ۱۱ هېوادونو د استازو په غونډه کې وویل چې د سیمې امنیت د دغې ډلې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

امیرخان متقي د "افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار" په غونډه کې وویل، چې طالبان نه غواړی د سیمې هېڅ هېواد ناامنه او بې ثباته شي.

امیرخان متقي: طالبان نه غواړي چې د سیمې هېڅ هېواد ناامنه او بې ثباته شي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې په هغه غونډه کې چې د سیمې د یوولسو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوې ده، وویل چې د دغې ډلې لپاره د سیمې امنیت ځانګړی اهمیت لري.

امیرخان متقي د "افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار" په غونډه کې وویل، چې طالبان نه غواړی د سیمې هېڅ هېواد ناامنه او بې ثباته شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی چمتو دي، چې د ګډو ګټو او متقابل احترام پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره د تعامل او همکارۍ په برخه کې ګډ کار وکړي.

د هغه په ​​وينا: "په تېرو دوه نيمو کلونو کې د افغان حکومت تګلارې ښودلې چې نوی افغانستان په سيمه کې خپلې ګټې د ګټونکي ميکانيزم په چوکاټ کې تعريفوي."

ښاغلي متقي زیاته کړه، سیمه ییزې همکارۍ د ګډو ګټو پر بنسټ د سیمه ییز متقابل تعامل او همکارۍ د لارو چارو په څېړلو او له طالبانو سره د مثبتو او رغنده تعامل لپاره د سیمه‌ییز مترقي روایت په رامنځته کولو متمرکزې کېدای شي، څو په سیمه کې له واقعي او احتمالي ګواښونو سره مبارزه وشي.

د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار غونډه د دوشنبې په ماښام په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې پیل شوه.

دغه غونډه چې ټاکل شوې وه؛ د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې پيل شي، څو ساعته ناوخته د کابل پر وخت مازیګر ٤:٣٠ پيل شوه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو او ټلویزیون مخکې خبر ورکړی و، چې غونډه د خرابې هوا له کبله وځنډول شوه.

دا لومړی ځل دی، چې طالبان په کابل کې د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د سفیرانو او ځانګړو استازو په حضور کې د یوې سیمه ییزې ناستې کوربه توب کوي.

د راپورونو له مخې؛ په دې غونډه کې به د ګاونډیو او یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو سفیران او ځانګړي استازي ګډون وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې شوې، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د روانې میلادي میاشتې په پای کې په دوحه کې د افغانستان په اړه د دویمې ناستې کوربه وي.